د شر او فساد ډلې په بشپړه نا امیدۍ کې وې، چې د خپل هېواد د خیانت لپاره نوی بادار ومومي؛ په دې جریان کې، د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال، دوی ناڅاپي خپلې سترګې د موجوده حقیقت پر وړاندې پټې کړې او د امریکا د بیا ملاتړ په خیالونو کې ډوب شول؛ دا هیلې د ټرمپ د انتخاباتي تبلیغاتو او تشو شعارونو له امله راولاړې شوې وې.
په حقیقت کې ویلای شو، چې د ټرمپ انتخاباتي تبلیغاتو د امریکا پر خلکو نه، بلکې د شر او فساد د لارویانو پر فکر اغېز وکړ او دوی یې په دې هیله کړل چې امریکا به یو ځل بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
همدې مسئلې د شر او فساد ارامه شوې هستې بیا په ښورېدو راوستلې او دوی د ټرمپ او د هغه د کابینې د پام راجلبولو لپاره، خپلې دروغجنې رسنیزې هڅې څو چنده زیاتې کړې؛ د دې بېلګه په افغانستان کې د شر او فساد د بریدونو په بېساري ډول زیاتېدو دروغجن راپورونه دي، حال دا چې په حقیقت کې هېڅ بدلون نه و راغلی او په دې هېواد کې د شر او فساد له خوا هېڅ نظامي تحرک نه و ثابت شوی.
د ټرمپ د تحلیف مراسمو وخت په رانږدې کېدو او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټاکل کېدو سره، روانې پېښې د شر او فساد د ډلو د هیلو خلاف پرمختګ وکړ. د ډېرو سیاسي شنونکو په وینا، د امریکا د نوي حکومت تګلارې په افغانستان کې بدلون نه دی کړی بلکې احتمال شته چې نوی حکومت به په افغانستان کې یوه اقتصاد محوره تګلاره تعقیب کړي، چې په هغې کې به نړیواله سوله او امنیت تضمین وي او هم د امریکا او هم د افغانستان ګټې خوندي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروستۍ څرګندونې د دې ادعا قوي تائید ګڼل کېدای شي؛ بلینکن له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې واشنګټن نور نه غواړي په جګړو کې ښکېل شي او د ټرمپ راتلونکی حکومت به د افغانستان په اړه د امریکا په بهرني سیاست کې هیڅ بدلون را نه ولي.
بلینکن زیاته کړې، زه مطمئن نه یم چې ټاکنې د بهرني سیاست په یوه یا څو مسایلو پورې تړلې وي، اکثر ټاکنې داسې نه وي؛ خو که دا موضوع شاته پرېږدو، امریکایان نه غواړي موږ په جګړو کې ښکېل شو. موږ شل کاله تېر کړل، چې په عراق او افغانستان کې مو سلګونه زره امریکایان مېشت کړي وو او په دې موده کې د امریکا خلک له دې وضعیت څخه په طبیعي ډول ستړي شوي وو.
هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه د خپل هېواد بهرنی سیاست د شر او فساد ډلو د غوښتنو خلاف تعریفوي او اعلان کوي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې د خپلې سترې ماتې او نه هېرېدونکې رسوايي له امله، په دې هېواد کې د بیا مداخلې خوبونه له سره ایستلي دي؛ دا حقیقت به په راتلونکو ورځو کې د شر او فساد مشران له خپلو خوږو خوبونو راویښ کړي او یو تریخ حقیقت به څرګند کړي چې هغه د امریکا له خوا د دوی غوښتنو ته د رد ځواب دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.