د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي چې د ۱۴۱۰ هجري لمریز کال تر پایه به په ټول هېواد کې له ۲۰۳ میلیونه څخه زیات میوه لرونکي او غیرمیوه لرونکي نیالګي وکرل شي.
د يادې ادارې عمومي رییس، مولوي مطیع الحق خالص په ټول هیواد کې د نیالګیو د کرلو لپاره اته کلن پلان اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې له ۱۴۰۳ څخه تر ۱۴۱۰ هجري پورې به په هېواد کې له ۲۰۰ میلیون څخه زیات نیالګي وکرل شي.
د دې ادارې په وینا، افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید کې لږ ونډه لري، خو د ۲۰۱۵ کال د یوې سروې پر بنسټ، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم ځپل شوی هېواد بلل شوی دی.
ښاغلي خالص ویلي چې د اقلیمي بدلون له امله د هیواد ځنګلونه، وحشي ژوي او چاپیریال ډېر ځپل شوی دی چې د نيالګيو د کښت او ځنګلونو په جوړېدو سره به بېرته جبران شي.