پر کابل د سرپرست حکومت له حاکمیت وړاندې پخواني چارواکي، د دوحې له تړون وروسته د معضلې د ډېري لږې برخې په توګه مطرح کېدلای شوای، ځکه چې یوه شړېدلې اداره ورپاتې وه، تنها یې پر ښارونو حاکمیت درلود، د بین الأفغاني مذاکراتو له لارې ممکنه وه چې د معضلې په جزئي برخو کې ور شریک وای.
خو دا چې پخواني چارواکي اصلاً په افغانستان کې د امریکا د دایمي حضور او اشغال لپاره د ابزار په توګه په نظر کې نیول شوي وو او استفاده کېدل، امریکا هم نور په افغانستان کې خپل حضور ته په هیڅ ډول ادامه نشوای ورکولای، ځکه خو پخوانیو چارواکو هم په کابل کې د واک خلاء رامنځ ته کړه او د معضلې له جزئي برخو هم ووتل.
دغه پخوانیو چارواکو بیا هم هڅه پیل کړې، چې ځان د افغانستان په معضله کې یو طرف وښيي، په داسې حال کې چې پر یوه لوېشت خاوره هم حاکمیت نه لري، حتی په بهر کې د کډوالۍ ژوند تېروي. د یادو چارواکو تېر هم دومره ښه نه ده، چې بهرنیان یې بیا د افغانستان په مسایلو کې ور شریک کړي، ځکه په پراخ اداري فساد کې د هغوی ښکېلتیا دومره ډېره ده، چې هغه ته په کتو بهرنیان نه غواړي د بیا ځل لپاره په هغوی باندې پانګونه وکړي.
پخواني چارواکي اوس د ولس استازولي هم نشي کولای، تر څو د ولس د استازولۍ په نوم ځان یو طرف وښيي، ځکه هغوی په دوه ډلو وېشلای شو، یوه یې پخواني جنګسالاران دي چې لاسونه یې د بې ګناه ولسي وګړو په وینو سره دي او بله ډله یې د بهرنیو هېوادونو اجنټان او د هغوی د ګټو او فکر پالونکي دي، ولس له یادو دواړو ډلو سره حساسیت لري او له دوی څخه نفرت کوي.
د سرپرست حکومت برحقه داعیه او له ولس سره ګڼ تړاوونه او پیوندونه هم د دې لامل ګرځېدلي، چې پخواني چارواکي بې اغېزې ثابت شي او د معضلې حل د دوی په ځای بې طرفه افغانانو ته پاتې شي.
د پخوانیو چارواکو خپلمنځي اختلافات، یو پر بل بې باوري او د انسجام نشتون د دې لامل شوی چې په کور دننه او بهر خپل اغېز له لاسه ورکړي. بهرنیان هم دې ټکي ته په کتو په هغوی باندې باور نه لري، ځکه دوی د کورنیو جګړو او تېر حکومت پر مهال ازمویل شوي، حتی امریکا د دوی په کنټرول کې پاتې راغلې وه، له همدې امله هم دوی د منازعاتو او افغانستان د معضلې په حل کې نه تنها چې د طرف په توګه نشي واقع کېدلای، بلکې مؤثر شخصیتونه لا هم نشي بلل کېدای.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.