د چین بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ هغه پلان ته چې له غزې څخه به فلسطينيان باسي او خپل پوځيان ورلېږي غبرګون ښودلی او ويلي یې دي چې غزه د فلسطینیانو خاوره ده او باید خپله یې اداره کړي، دا د غزې له جګړې وروسته یو مهم اصل دی چې باید رعایت شي.
د چین بهرنیو چارو وزارت دغه راز زياته کړې چې جګړې د غزې تړانګه ویجاړه کړې، او نړیواله ټولنه باید بشري مرستې او بیا رغونه ورته چمتو کړي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ټرمپ ياد احتمالي پلان ته ګڼو هېوادونو او مشهورو سياسيونو توند غبرګون ښودلی او فلسطينيان یې د خپلې خاورې اصلي مالکان بللي.