د پرځېدلي جمهوریت ناکام سیاسیون، یا هغه افراد چې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له هېواد څخه بهر ته په امریکايي الوتکو کې له بهرنیو ځواکونو سره یو ځای ووتل، اوس په بهر کې ځانونه د ولس د استازو په توګه معرفي کوي، تر څو تللی حیثیت، باور او نفوذ بیا ترلاسه کړي، دوی تر ډیره هڅه کوي پر نړۍوالو سټېجونو ځان د ولس استازي معرفي کړي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د ولس په ملاتړ نوی حکومت منځ ته راغلی، خو تر دې مهاله په رسمیت نه دی پېژندل شوی، مګر په نړۍواله کچه د یو په رسمیت پېژندل شوي نظام په توګه تعامل ورسره کېږي. په بهر کې مېشت پخواني چارواکي او سیاسیون لا هم هڅه کوي، ځان د ولس د مشروع استازو په توګه وښيي او نړۍ ته داسې انځور وړاندې کړي، چې ګویا د افغان ملت اصلي استازي دي، په داسې حال کې چې له بهرنیانو سره یو ځای، د هغوی په څېر له هېواد څخه ووتل.
بهر مېشت چارواکي ځینې وخت د افغان ملت د یوې لویې برخې(ښځو) په استازولۍ هم ځانونه څرګندوي، دوی ځان د غرب په کلتور کې د ښځو د حقونو مدافعین معرفي کوي او د خپلې دغه ادعا د ثبوت لپاره وخت ناوخت د پیسو په مټ د باعفته افغان ښځو عزت لیلاموي، تر څو نړۍ ته سرپرست حکومت د ښځو په حق کې ظالم او ځانونه بیا د ولس د استازو په توګه مظلوم معرفي کړي، وروسته همدا جعلي رسنیزه غوغا د ځان په ګټه ور څرخوي.
که بهر مېشتي پخواني چارواکي او سیاسیون په حقيقت کې ځانونه جمهوري نظام ته منصوبوي، نو اصلاً د خپل نظام د اصولو په اساس کاذبه او دروغجنه دعوه کوي، ځکه چې د ولس په منځ کې منلي نه دي، له افغان هویت څخه منکر دي او که چیرته منلي وای/وي، نو د ولس د حساب او محاکمې له ډاره به بهر ته نه تښتېدل.
د پرځېدلي جمهوریت ډیری هغه چارواکي چې پر افغانستان یې حاکمیت درلود یا هم اوس د ولس د استازولۍ ادعا کوي، په اصل کې له لسیزو راپه دېخوا له افغان هویت څخه منکر دي، آن تر دې چې د جمهوریت په ورورستیو کلونو کې یې له افغان هویت څخه انکار په لاریونونو کې په واضحو ټکو تکراراوه؛ هغه څوک چې له افغان هویت څخه منکر وي، په هیڅ اساس نشي کولای ځان د دغه ولس استازی وګڼي.
ولسي استازي باید د ګڼو نورو اصولو ترڅنګ، له ځان سره د ولس مشروع ملاتړ ولري، خو پرځېدلي جمهوریت او پخوانیو سیاسیونو په ولس کې خپل ټول ملاتړ په واقعي توګه له لاسه ورکړی و، ځکه دوی په ولس کې د خپلو کړنو له امله منفور شوي وو، د همدې ولسي ملاتړ د له لاسه ورکولو پایله وه چې ولس واقعیتونه درک کول او د جمهوریت د مخالفینو صف ته داخلېدل.
اوس چې په افغانستان کې یو نوی نظام، له ولسي ملاتړه په پوره برخمنتیا سره حاکم شوی، نو له همدې امله بهر مېشت پخواني چارواکي، سیاسیون، ډلې او ټپلې نشي کولای پر نړۍوالو سټېجونو ځان د افغان ولس استازي معرفي کړي او د دې ستري جغرافیې په استازیتوب د همدې خاورې او ملت په ضد څرګندونې وکړي، دوی نور شړل شوي او هیڅ چا ته د استازو په توګه د منلو نه دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.