په افغانستان کې د تېرې جمهوري دورې د ټغر له ټولېدو او له دغه هېواده د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د دوی هغه داخلي متحدین، قراردادیان او نور ملاتړي هم وتښتېدل، چې نږدې ۲۰ کاله د طالبانو، نورو اشغال ضد ډلو او عادي افغانانو په ضد ولاړ وو. دوی په پیل کې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې دننه ځان ته د پښې د ټينګېدو ځای ومومي، خو کله چې یې ولیدل شاوخوا یې خالي ده، هېڅوک یې ملاتړ نه کوي او له بلې خوا د طالبانو له شدید نظامي فشار سره مخ شول، په چټکۍ سره یې د تېښتې لار خپله کړه.
دوی بهر ته له تېښتې سره جوخت، هلته د ځان لپاره د ملاتړو پیدا کولو او دغه راز په افغانستان کې د جګړې د اور بلېدو په موخه پراخه لابي پیل کړې، په بېلابیلو نومونو یې بېلابېلې ډلې ټپلې جوړې کړې، خو دا ټولې ډلې او ټپلې په ډېره کمه موده کې د انسجام پر ځای، په چټکۍ سره د پاشلتیا په لور ولاړې. که څه هم دوی په پیل کې هڅه وکړه، چې خپل داخلي اختلافات او شدید ټکرونه پټ کړي او رسنیز نه شي، خو د دوی د اختلافاتو شدت دومره لوړ و، چې مخنیوی یې ستونزمن و. د دوی د پاشلتیا په دلایلو که مفصل بحث وشي، ښايي ډېر علتونه یې په ډاګه شي، خو دلته یې څو عمده علتونو ته اشاره کوو:
لومړی: دا حرکتونه او ډلې ټپلې تر ډېره د پخوانیو زورواکانو، د داخلي جګړو د وتلو څېرو، د افغانستان د نږدې ۴۰ کلنې غمیزې د اصلي عاملینو او یا د دوی د اولادونو او د کورنۍ د غړو له خوا جوړې شوې وې، چې په افغانستان کې ټول خلک ترې کرکې او نفرتونه لري، ځکه همدې کسانو او کورنیو د میلیونونو افغانانو په وینو، سرونو او هډونو سوداګرۍ او معاملې وکړې، د قومونو ترمنځ یې د تفرقې اور ته لمن ووهل او دوی یې ګڼو بدمرغیو ته ورټېل وهل، نو ځکه په افغانستان کې دننه هېڅوک له دوی سره مرستې ته زړه نه ښه کوي.
دویم: دغه کسان، ډلې، کورنۍ او کړۍ بهرنیانو ته هم ښې معلومې دي، د دوی ډونران او بهرني ملاتړي له دوی سره د ګډ کار اوږده تجربه لري، هغوی په دې پوهېږي چې دا کسان اوس په افغانستان کې هېڅ ډول نفوذ نه لري، په افغانستان کې په شدت سره منزوي شوي او دغه راز د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت پر وړاندې د درېدو توان هم نه لري، نو ځکه دوی زړه نه ښه کوي چې ملاتړ یې وکړي او په دې ډول خپلې پیسې او امکانات هسې په اوبو لاهو کړي.
درېیم: دغه ډلې ټپلې پر نورو مسایلو سربېره، له اوږدې مودې راهیسې په مالي او اخلاقي فسادونو روږدې دي، هېڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دي، نه د ځان او نه هم د هېواد لپاره کومه منظمه او روښانه طرحه لري، دوی د تل په څېر غواړي چې په افغانستان کې اوبه خړې کړي او خپل ماهیان پکې ونیسي. دوی غواړي چې خپل پخواني ډونران بیا د افغانستان جګړې ته راوکاږي، تر څو دوی ترې د پخوا په څېر ډالر وشکوي، خو دا کار نور نه امریکا کوي او نه هم بل کوم هېواد.
څلورم: په نوې ازموینه کې ناکامي؛ بهر مېشتې مخالفي ډلې ټپلې تېر شاوخوا څلور کاله له یوې جدي ازموینې سره مخ وې، دوی چې له خپلو تېرو بادارانو او نورو ډونرانو ناهیلي شول، نو د نویو ډونرانو په لټه کې شول. د وسلو جوړونکو کمپینو، لویو قاچاقبرانو، انسان تښتونکو ډلو، جرمي شبکو او آن د موساد په څېر بدنامو استخباراتي کړیو دروازې یې ور وټکولې، دوی یې وهڅول چې په افغانستان کې د اشوب او ګډوډۍ لپاره د دوی لاسنیوی وکړي او په بدل کې به دوی په افغانستان کې د هغوی هر ډول ګټې خوندي کړي، نویو ډونرانو یې هم په مشروط ډول په کمه کچه ملاتړ وکړ، خو کله یې چې ولیدل دا ډلې ټپلې هسې مجازي، بې واکه او بې ځواکه دي، نو ژر یې مرستې پرې بندې کړې.
پنځم: شدید داخلي اختلافات او اختلاسونه؛ په بهر کې مېشتې مخالفي ډلې ټپلې د خپلو شخصي ګټو او شخصي سلیقو له کبله له شدیدو اختلافاتو سره مخ دي، په خپل منځ کې ډېر مالي اختلاسات لري، ډېرې پیسې یې حیف او مېل کړي او یو او بل ته د هېڅ ډول حساب ورکونې لپاره چمتو نه دي، نو دې چارې دوی پر یو او بل سخت بې باوره کړي، اختلافات یې اوج ته پکې رسولي او د پاشلتیا پر پوله یې درولي دي.
دا او دې ورته ډېر نور علتونه وو/دي، چې په بهر کې مېشتې د سرپرست حکومت مخالفې ډلې یې په پرله پسې توګه وپاشلې، هر ځل چې سر راپورته کوي، بیا پاشل کېږي او تر پخوا لاپسې کمزورې کېږي. دوی نه داخلي ملاتړ لري او نه بهرنی، دوی د افغانستان لپاره نه کومه طرحه لري او نه هم کوم منظم پلان، دوی تنها د جګړې او ګډوډۍ غوښتونکي دي، خو جګړه او ګډوډي اوس هېڅ بازار او خریدار نه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.