د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضياء الله هاشمي وايي، د سرپرست حکومت مشرتابه نن ورځ د کندهار پوهنتون څخه ليدنه کړې او دغه راز یې د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته په یوه لویه غونډه کې یې وینا کړې ده.
د سرچينې په وينا مشرتابه د ليدنې پر مهال د پوهنتون د زده کړيالانو صورت او سيرت ستايلی، عصري او ديني زده کړو ته یې هڅولي، او د هېواد په پرمختګ او راپورته کولو کې یې زده کړې مهمې يادې کړې دي.