هندوکش غږ ته ځایي سرچینې وایي، یو تن چې څو ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی و، تېره ورځ دوشنبه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا، نیول شوی کس عبدالکریم نومېږي او ۱۹ کاله عمر لري. سرچینه زیاتوي، یاد کس له پېښې وروسته د پولیسو تر تعقیب لاندې و، چې تېره ورځ د قیصار ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې نیول شوی او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.