Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تر اشرف غني را تاو کړۍ؛ له تودې ملګرتیا تر مخالفتونو او خیانتونو!
    لیکني

    تر اشرف غني را تاو کړۍ؛ له تودې ملګرتیا تر مخالفتونو او خیانتونو!

    صابر افغانصابر افغان11 مارچ 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې چې اشرف غني د واک پر ګدۍ ناست و، یوه داسې کړۍ یې تر ځان راتاو کړې وه چې نږدې ټول عمر یې په بهرنیو او غربي هېوادونو کې تېر کړی و، هلته یې زده کړې کړې وې، روزل شوي وو او د افغانستان له خلکو، فرهنګ، دودونو او ارزښتونو سره تر ډېره نا اشنا وو، په کابل کې یې له مېشتو د غربي هېوادونو سفارت خونو او نورو غربي استازولیو سره ډېرې نږدې اړیکې او راشه – درشه درلوده او آن داسې هم ویل کېدل چې دا کسان مستقیماً د امریکا او نورو غربي هېوادونو په فرمایش مقرر شوي وو.

    دوی په افغانستان کې امریکايي او غربي اشغال ته د توجیه موندلو او دغه راز په افغانستان کې د غربي فرهنګ او ارزښتونو د دودولو لپاره تر پخوانیو هغو ډېرې منډې ترړې کولې او د هغه مهال مسخره حکومتولي یې لا پسې مسخره کړې وه. که څه هم دا کړۍ یو څه لویه وه، خو په رأس کې یې محب، فضلي، کارګر او ځینې نورې مرموزې او مجهولې څهرې وې. ترڅنګ یې بیا د خپلو تورو څهرو د پټولو لپاره تر ځان نورې کاذبې کړۍ هم راتاو کړې وې، خو تر بهرنیانو وروسته اصلي تصمیم نیونکي همدوی وو.

    په داخلي چارواکو کې په دې کړۍ د هیڅ چا زور نه رسېده، هره ورځ یې داسې کارونه کول چې د افغانستان خلک به ورته هک پک حیران وو. د دې کار په بدل کې به یې زرګونه ډالره تنخواوې او امتیازات اخیستل، دغه راز به یې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت له پروژو څخه پیسې وهلې، په اخلاقي او اداري فساد کې ککړ وو او د هغه مهال مهمې حکومتي او دولتي ادارې یې له کمېشنکارانو او نورو بدنامو څهرو څخه ډکې کړې وې، ځینې داسې کسان یې هم مقرر کړي وو چې له بهرنیو هېوادونو یې راوستي وو، دلته یې د افغانستان تذکرې ورته جوړې کړې وې، خو له خلکو سره د افغانستان په یوه ژبه هم نه پوهېدل، چې ښه بېلګه یې د هغه مهال لبنانی وګړی و چې دلته یې نوم ورته اجمل احمدي اېښی و او د مرکزي بانک رئیس یې ټاکلی و.

    د احمدي په څېر ډېر نور داسې مجهول الهویته او مرموز کسان هم وو، چې دلته تنها د غلاوو او شوړو لپاره راوستل شوي وو او د افغانستان د خلکو د پیسو له غلا وروسته به بېرته خپلو هېوادونو ته تلل. جالبه یې دا وه چې همدې کړۍ به بیا په رسنیو کې ځانونه تر ټولو ډېر وطندوسته، ملي فکره او هېواد او خلکو ته ژمن بلل. سترې ادعاوې به یې کولې، د افغانستان په تاریخ کې به یې په ځينو پخوانیو څهرو پسې خندل او ځانونه به یې تر هغوی ډېر ښه بلل، د پیسو او نورو امتیازاتو په بدل کې به یې غونډې او ناستې جوړولې، مداحانو به یې ستاینې کولې او دوی به د دغه کاذبو مدحو او ستاینو په بدل کې خپل شوم پلانونه په چټکۍ سره پر مخ وړل.

    ټوله حکومتولي یې همداسې روانه وه، تر دې چې یو وخت یې د واک او ځواک وروستۍ ورځې راوستې او په چټکۍ سره له هېواده وتښتېدل. اشرف غني چې دا کسان یې په شعوري توګه د خپل ماموریت لپاره راوستي وو، له هېواده تر تېښتې وروسته، تورې – سپینې شروع کړې او له همدې کسانو یې شکایتونه او ګیلې شروع کړې. اشرف غني وايي دا کسان یې ښه نه پېژندل او له ده سره یې دوکه او خیانت کړی. په تازه مورد کې د اشرف غني ورور حشمت غني وايي، د جمهوریت د پرځېدو پر مهال محب، فضلي او کارګر له اشرف غني سره خیانت وکړ، د جمهوریت په وروستیو کې همدې کړۍ د ولایتونو نظامي مسؤلینو، والیانو، امنیه قوماندانانو ته زنګونه کول او ترې غوښتنه یې کوله چې ګواکې جنګ دې نه کوي او تسلیم دې شي. اشرف غني په دې ډول څرګندونو هڅه کوي چې ځان سپین چرګ معرفي کړي او د ځان په اړه د خلکو او ولس قضاوت او نظر بدل کړي.

    خو حقیقت دا و، چې جمهوریت یوه پردۍ او غربي پروژه وه، له هماغه پیله د اشغال د توجیه او دوام لپاره رامنځ ته شوې وه، د اشرف غني په څېر پرديپالې او پردیو ګټو ته ژمنې څهرې د افغانانو پر اوږو بار کړل شوې وې او غربیانو د همدې مهرو له لارې هڅه کول چې دلته غربي ارزښتونه پر خلکو وتپي او د دوی اشغال دوام ومومي. د اشرف غني او حلقې ترمنځ د مخالفتونو او تورونو دا لړۍ یوازې د ځان سپینولو لپاره هڅه ده، چې هر اړخ یې کوي. دوی هڅه کوي چې د ځان په اړه د افغانانو او تاریخ نظر او لیدلوری بدل کړي، خو حقیقت دا دی افغانان په دې ښه پوه شول چې په تېرو دوه لسیزو کې څه ورسره وشول، غربیانو د بشري حقونو د مدافعینو په نوم څه ورسره وکړل؟ او دغه پرديپالو او د پردیو په مرسته راغلو داخلي اجنټانو تر سترو نومونو او شعارونو لاندې څه ورسره وکړل؟ د دوی په اړه د افغانانو او تاریخ قضاوت رښتونی او د حقایقو پر بنسټ ولاړ دی او دا ډول هڅې او د تمساح اوښکې تویول هېڅکله هم د دوی تورې څهرې نه شي سپینولی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د برمته نیونې پېښه؛ د وژل شويو پاکستاني پوځیانو شمېر شلو تنو ته ورسېد
    راتلونکي مقاله بلوڅ بېلتون‌پالو پاکستان ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.