د پاکستاني حکومت پر وړاندې جنګېدونکي، لشکر اسلام غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، نښان ویشتونکو وسلهوالو یې د لېزر ټوپک پر مټ پر پوځ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې یو تن پوځي په نښه او هلاک شوی.
د معلوماتو له مخې، د لشکر اسلام غورځنګ وسلهوال په خیبر پښتونخوا کې وسلهوال فعالیت لري او وخت نا وخت پر پاکستاني امنیتي ادارو بریدونه کوي.