شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه روږدي کسان د یاد وزارت د روږدو د درملنې او لاسنیوي ۵۰۰۰ بستریز مرکز کې له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د درملنې په موخه راټول کړي وو.د یادونې وړ ده چې، پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته د لسګونه زره روږدو کسانو درملنه شوې او دا لړۍ لا هم دوام لري.
کابل کې د ایران د سفارت مرستیال، سيد حسن مرتضوي: د اسلامي امارت له مخالفو ډلو هېڅ ملاتړ نه کوو او د هغوی فعاليتونو ته د مقاومت نوم نه ورکوو31 جولای 2026