تېره ورځ د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت پر دریو مشرانو هر یوه خلیفه سراج الدین حقاني، حافظ یحی حقاني او حافظ عبدالعزیز حقاني یې هغه جائزې او انعامات لغوه اعلان کړي، چې کلونه وړاندې یې د دوی د نیولو او ترور په هدف وضعه کړي وو.
د عدالت لپاره د عوض ورکولو په موخه د دغه جوائزو اعلان په ۱۹۸۴م کال کې د امریکا د خارجه وزارت له خوا شوی و، چې له مخې به یې په نړۍواله کچه امریکا ته مهم کسان د پیسو، امتیازاتو او ټاکل شویو سترو جائزو په مټ هدف ګرځول کېږي.
له دغه لیست وتل ځکه سخت مراحل لري چې د امریکا استخباراتي او امنیتي ارګانونه(CIA او FBI)، بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت به یې تائیدوي، چې په نښه شوی فرد نور د امریکا لپاره هدف نه دی. ډیپلوماټیکې اړیکې، ملي منافع، سیاسي موخې او نور دلایل هغه څه وي، چې متهم کسان پرې لیست ته داخل یا خارجیږي.
د بېلګې په توګه یو له هغو کسانو چې امریکا تازه له دغه لیست څخه وایست، د سوریې نوی واکمن احمد الشرع و، چې د ۲۰۲۴م کال په اوایلو کې پرې ایښودل شوې ۱۰ میلیوني جائزه لغوه اعلان شوه.
هو! د افغانستان لپاره دا یواځې یو اعلان نه و، بلکې تر شا یې د یو منظمې ډیپلوماسۍ مقدماتي زرغون څراغ هم و، چې په څرګنده یې دا وانمود کوله، چې افغانستان په سیاسي دریځ کې هم د نوښتګرو ګامونو وړتیا لري او سرپرست حکومت کولای شي له نړۍوالو سره د یو خپلواک هېواد له آدرسه سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې په عادي ډول پیل کړي.
دا چې ولې تر څو کلن ځنډ وروسته دا اعلان وشو، پایلې به یې څه وي او لوري باید کومو نکاتو ته ځیر واوسي، دلته پرې یو څه شننه کوو.
امریکا له طالبانو سره د دوحې له تړون وروسته او له افغانستانه د وتلو په تعقیب، افغانستان یو ډول له پامه وغورځاوه او د خیر او شر د ور رسولو په تړاو یې اوږده چوپتیا غوره کړه، یواځې یې په دې بسنه کول، چې څنګه خپل افغان نما بړیڅي خپلې غېږې ته ور وبولي، چې هم یې ښه پالنه کړې وي او هم یې د اوږد مهال لپاره په خپل فکر روزلي وي.
امریکا د همدې هدف لپاره میلیونونه ډالر ولګول، چې څه برخه به یې په داخل کې د خپلو مخترعو مؤسساتو د پړسوب او کاریابي لپاره د بشري مرستو په نوم هم مصرفوله، ترڅو له یوې خوا افغانان د بې کارۍ په ګردابونو کې په خیالي خیراتونو اعتیاد وساتي او له بل لوري خپل راټول شوی فنډ بیرته د خپلو مافیایي بانډونو (مؤسسو) له لارې تر خپل صندوقه ورسوي، چې په عموم کې افغانانو او افغانستان ته د هیڅ درد دوا نه وه.
خو امریکا دا ډیپلوماسي په انتخاباتو کې د جوبایډن په مشري د ډیموکراټ ګوند تر پرځیدلو پورې اجراء کړه او نوي واکمن مشرتابه ته یې نور تعمیل د زړه نا لیدلی بوج ښکارېده. نو یې د زورورو د معمول په توګه لومړی د تېر واکمن له خوا د انخلاء پروسه تمسخر کړه او بیا یې د پاتې شویو امکاناتو د بیرته وصول ترڅنګ، د باګرام افسانوي ډګر ته د ورګرځېدو اخطاریزې اشارې تکرار کړې؛ چې په شخوند روږدو بړیڅو یې په ولولو هرکلي ته لاسونه وپړکول او ټرمپ یې د ترسیم شوې خیالګرې نړۍ معبر واکمن یاد کړ.
امریکایي واکمن د حقیقت له زاویې ځکه اګاه و، چې له افغانانو سره یې د زور په ترازو کې ۲۰ کاله حساب ورکړی و او بریا ته د رسیدو په لار کې د ټولو رموزو له آزمویلو وروسته بیا هم ناکام را ختلی و.
دلته بیا سرپرست حکومت چې پالیسي یې له لویه سره روښانه وه او ټولو ته یې د عمل په ډګر کې څرګنده کړې وه، چې د متوازن سیاست په رڼا کې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي؛ نو امریکایي لوري هم د ډیپلوماسۍ پیڅه ټینګه کړه. د لومړي ځل لپاره یې د شناخته خلیلزاد ترڅنګ خپل یو جګپوړی وفد کابل ته د مذاکراتو لپاره راولېږه، چې افغان واکمنانو د ښه نیت په توګه یو نیول شوی امریکایي بندي هم ورته وسپاره، تر څو له یوې خوا دا ثابته شي چې افغانان له ټولو لوریو سره د هېوادنیو ګټو په رڼا کې مثبتې اړیکې غواړي او له بل لوري ته یې د ګاونډي هېواد هغه متملقانه پالیسي تمسخر کړې وي، چې له مخې یې د سپینې ماڼۍ د رضا لپاره بې ګناه انسانان د لږې ګټې لپاره پر امریکا وپلورل.
د افغان حکومت د دې تعامل په نتیجه کې امریکا تازه د جائزو له لیست څخه د اسلامي امارت درې لوړپوړي مسؤلین وایستل او پرې لګول شوي جوائز یې لغوه اعلان کړل. دغه مسؤلین کوم عادي خلک نه وو، بلکې امریکا او متحدینو ته یې د سر په کاسه کې وینې ور غوړپ کړې وې، هغوی یې په خپلو تر ټولو خوندي ځالو کې هدف ګرځولي وو او په پوره متانت سره یې په افغانستان کې د هغوی د شرارتونو د پنځېدو مخه نیولې وه.
ولې امریکا دغه اقدام وکړ؟
امریکا که څه هم په تبعید کې شته افغان نما مهرې ۲۰ کاله ازمویلې وې، خو نور یې هم انتظار ورته وکړ او له هر اړخه یې وپړسول. نړۍ چې له پوره درې کلن انتظار وروسته ولیدل چې د افغانستان جغرافیه ۱۰۰ سلنه د سرپرست حکومت تر واک لاندې ده او مخالفو جبهاتو یې د نړۍوالو له ټول سیاسي او استخباراتي ملاتړ سربیره بیا هم ونه شوای کولای، چې د افغانستان فضاء متشنجه یا هم تر یوه حده د فعلي حکومت په څېر بدیل وړاندې کړي.
د سرپرست حکومت مخالفین که پر هر نړۍوال سټیج را څرګند شوي، نه یواځې دا چې له داخله ټکېدلي، بلکې پردیو ګټو ته د قوي ژمنتیا او د یوه ملي دریځ د نشتون له امله یې راټولیدل د لا نور درز پایله ګرځیدلې ده؛ نو امریکا ته یې هم نور پړسول بې ګټې چاره برېښي.
دا چې نړۍ او په رأس کې یې امریکا په سیمه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو له پراختیا او ډیپلوماټیک اعتبار ورکولو پرته بله هیڅ لار نه لري، نو کرار، کرار هغه ګامونه اخلي چې له مخې یې د اړیکو د ګرمیدو په برخه کې د نوي فصل پرانیسته وکړي.
دا به په سیمه کې د هغه شریرو عناصرو، هېوادونو او سازمانونو پر مخ درنه څپیړه وي، چې کلوونه یې مخامخ او د پردې تر شا هڅه وکړه، تر څو د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ اړیکې سړې وساتي. دا چې سیمې او نړۍ ته د یوې اقتصادي څلور لارې په توګه د افغانستان جغرافیه مهمه ده، همداسې دا هم ټولو ته جوته شوې چې په یو بې پرې او خپلواک کابل کې هیڅ لوری تاوان نه ویني.
وروستۍ خبره:
یهود او په لویه کې کفري نړۍ د هر ګام تر اخیستلو وړاندې څو اړخیزې موخې لټوي او بیا عملي کار کوي، نو دلته بیا په کار ده چې د نړۍوالو له هر ډول زرغونو څراغونو داسې سالمه استفاده وشي، چې هم یې په مټ پر سیاسي مسیر مزل آسان شوی وي، هم خپلواکي نه وي مجروح شوې، هم له ټولو لوریو سره په اړیکو کې تعادل ساتل شوی وي او هم په دغه یون کې سالم تر هدفه رسېدلي یو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.