رسنۍ د معلوماتو د خپرولو او عامه پوهاوي د مهم رکن او ستنې په توګه ټولنې ته د واقعیتونو د لېږد او د معلوماتو د انتقال دروند او ګواښونکی مسؤولیت پر غاړه لري. دا مسؤولیت یواځې تر خبر رسونې پورې محدود نه دی، بلکې دیني، ټولنیز او اخلاقي ارزښتونه هم له ځان سره رانغاړي.
دا شبکه نه یواځې دا چې د ژورنالیزم مسلکي اصول او بې پرې والی نه مراعتوي، بلکې په بار بار یې جعلي او معکوس خبرونه خپاره او لږ وروسته یې په بل خبر رد کړي دي.
افغانستان انټرنېشنل د رښتینو تحلیلونو او مستندو خبرونو پر ځای، تر ډیره په افغانستان کې قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي. دا شبکه هېڅکله د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او مثبتو لاسته راوړنو خبرونه نه خپروي او سترګې ورباندې پټوي. د دوی د نشراتي محتوا ټول تمرکز د هېواد په بدنامولو، ناسم انځورولو او منفي تبلیغاتو دی. دا ډول کړنې او چلند د دې رسنۍ د سیاسي او مغرضانه موخو ښکاره ثبوت دی چې حقیقت موندنې او شفافیت ته هېڅ ډول ژمنتیا نه لري.
د دې شبکې یوه بله لویه کمزورې نکته دا ده چې بیا بیا جعلي خبرونه خپروي او وروسته یې په غیر مستقیم ډول په خپله ردوي. ډیر ځله داسې پېښه شوې چې یو خبر یې له شور او تبلیغاتو سره خپور کړی، خو کله یې چې ناسموالی روښانه شي، پرته له دې چې مسؤلیت ومني، په ځای یې بل بدیل خبر خپور کړی دی. دا ډول چلند څرګندوي چې دا شبکه حقیقت او ریښتیا ته ژمنتیا نه لري، بلکې عامه افکارو ته د لوري او جهت ورکولو په موخه له اطلاعاتي فضا څخه ناوړه ګټه اخلي.
یوه رښتینې رسنۍ باید د نظریاتو د تبادلې لپاره آزاد بستر او محل وي، خو د شیطان انټرنېشنل(کارپوهان) هېڅکله د مخالفو نظرونو د بیان اجازه نه ورکوي. د دې شبکې د خبرو اترو په پروګرامونو کې که یو مېلمه د دوی له ټاکل شوې تګلارې سره مخالف نظر وړاندې کړي، یا یې خبرې پرې کېږي یا یې نظر د خپرونې د چلوونکو له لوري تحریف او لاس وهلی کیږي.
دا غیرمسلکي او غیراخلاقي چلند، د استبدادي او سانسور شویو رسنیو په څېر دی چې یواځې یو ټاکلی او له مخکې تنظیم شوی روایت خپروي.
د دې رسنۍ بله مهمه نیمګړتیا د باور وړ سرچینو نه کارول او په نامعلومو او مشکوکو راپورونو استناد کول دي.
د افغانستان انټرنېشنل ډېری راپورونه د کره سرچینې له یادولو پرته خپریږي، یا یې سرچینې مبهمې او یا تائید شوې نه وي. دا طریقه د پروپاګندي رسنیو او ژیړ ژورنالیزم څرګنده بېلګه ده، چې موخه یې اطلاع رسول نه، بلکې بې لارې کول دي.
له دومره رسنیزو سرغړونو سره سره، د حیرانتیا وړ دا ده چې افغانستان انټرنېشنل څرنګه د نړیوالو رسنیزې جایزې لپاره نوماند کېږي؟ دلته دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې آیا دې جایزو ته د نوماندۍ معیارونه د مسلکي ژورنالیزم پر بنسټ دي، که د سیاسي ګټو او ځانګړو تګلارو پر اساس؟
په دې وروستیو کې وان ورلډ میډیا (One World Media) اعلان کړی چې افغانستان انټرنېشنل د ۲۰۲۵م کال د رسنیو د آزادۍ جایزې ته نوماند شوی او د جایزې د ترلاسه کولو لپاره به داورۍ پړاو ته لاړ شي.
دا اقدام نه یواځې دا چې غیرمسلکي دی، بلکې هغو رسنیو ته مشروعیت ورکوي چې واقعیت د سیاسي موخو لپاره قرباني کوي. دا ډول اقدامات د رسنیزو جایزو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا څرګندوي چې ځینې وختونه رسنیزې جایزې د وړتیا پر بنسټ نه، بلکې د پردې تر شا د پټو سیاسي اجنډاوو او ځانګړو ګټو پر اساس ورکول کېږي.
افغانستان انټرنېشنل ددې پر ځای چې یوه ریښتینې خبري شبکه اوسي، د تبلیغاتو، پروپاګند او د افغان ولس پر ضد د رواني جګړې وسیله ګرځېدلې. پر ناورینونو یو اړخیز تمرکز، له سرچینې پرته د خبرونو خپرولو، د واقعیتونو تحریف او د مخالفو نظرونو د بیانولو مخنیوي، دا شبکه د یوې خپلواکې رسنۍ پر ځای، په یوه تبلیغاتي او تخریبي مرکز بدله کړې ده.
افغانستان په داسې حالاتو او وضعیت کې دی چې مسلکي، مسؤولو او ژمنو رسنیو ته اړتیا لري؛ نه داسې رسنیو ته چې دروغو، نفرت خپرولو او د ملي یووالي کمزوري کولو ته یې کار ویلای وي او د همدې لپاره هڅه کوي.
کومې رسنۍ چې د ولس د باور وړ نه وي، که ژر وي او یا پس، د ټولو تبلیغاتي پروپاګندي وسیلو په څېر د نابودۍ او مطلقې باورۍ له برخلیک سره مخ کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.