په هېواد کې د سیاسي ګوندونو او حرکتونو د پیدایښت له لومړۍ ورځې نیولې بیا د جمهوریت تر پرځېدو پورې، د سیاسي جبهو ترمنځ ټکر او اختلافات یوه عادي چاره ګرځېدلې، د دې په ځای چې د خلکو د چوپړ او عامه ګټو د خونديتوب ادرس واوسي، ډېر ځله د قدرت غوښتنې، نه ختمېدونکو سیالیو او خپلو(شخصي) مخالفینو د ځپلو په په ډګر بدلې شوې دي.
دې ماتې خوړلو حزبونو او سیاسي جریانونو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، نه یواځې د طالبانو پر وړاندې د یووالي توان ونه لاره، بلکې اوس یې د جبهو دننه، د مشرانو او غړو ترمنځ ژور درزونه او اختلافات راپیدا شوي دي.
په مقاومت جبهه کې له لومړۍ درجې مشرانو نیولې تر عادي غړو پورې، د ټولو ترمنځ د اختلاف او بې باورۍ فضا خپره ده او دا درزونه ورځ تر بلې ژورېږي. د وخت په تیرېدو سره، د دوی خپل منځي ټکرونه او اختلافات نه یواځې له منځه نه دي تللي، بلکې هره ورځ نوره وده کوي او پراخېږي.
خو د مقاومت جبهې د مشرانو او دعوه دارانو ترمنځ دا جنجالونه تر ډېره د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړ دي. کله چې د دوی شخصي ګټي له ګواښ سره مخ شي، پر یو او بل بریدونه کوي او کله ناکله د یو او بل اصلي څهرې رسوا کوي.
څو ورځې وړاندې هندوکش غږ د مقاومت جبهې په رهبرۍ کې د امرالله صالح او احمد مسعود ترمنځ له ژورو اختلافاتو پورته کړه. تر دې کچې چې د راپور پر بنسټ، ترمنځ یې تُندې او ستوغې ناندرۍ هم راغلې وې.
د اختلافاتو د لړۍ په دوام، هندوکش غږ د مقاومت جبهې د یوه ایران مېشتي قوماندان، اکرام الدین سریع غږیز کلیپ ترلاسه کړی چې د جبهې د غړو ترمنځ تُند او جنجالي بحثونه پکې کېږي.
دا اختلافات دومره جدي دي چې حتی یو او بل ته د فزیکي حذف او له منځ وړلو ګواښونه هم کوي، سره له دې چې په دروغجنو شعارونو سره د طالبانو په وړاندې مبارزه کې د یووالي او همغږۍ چیغې وهي.
په دې غږیز کلیپ کې اکرام الدین سریع، د جبهې یو بل غړی د فضل الربي رحماني په نوم چې مستعار نوم یې «مبارز» ښيي، په ډیرو تُوندو او له سپکاوي ډکو ټکو سره یادوي.
اکرام الدین سریع خپلو پلویانو ته وايي چې مبارز ووهئ، څو نورو ته عبرت شي. سریع وايي: «ټولو ته وایم، چېرې مو چې مبارز ولید، لس څپېړې په مخ، مخ ورکړئ چې چوپ شي.»
پر دې اختلافاتو سربېره، د سریع له خبرو داسې څرګندیږي چې د ایراني چارواکو له انکار سره سره، لا هم د مقاومت جبهې غړي په ایران کې فعالیت لري.
اوس چې غرب، په ځانګړي ډول امریکا د سرپرست حکومت د مخالفینو له ملاتړ څخه لاسونه مینځلي، داسې ښکاري چې اوس دوی ته یواځې د ایران او پاکستان غلامي ورپاتې، له دې لارې هڅه کوي چې خیالي مقاومت یې څو ورځې نورې هم خپلې ګټې تأمین کړي.
د مقاومت جبهې اوسنی ګډوډ حالت د دې ښکارنديي کوي چې دا جبهه د له منځه تلو په حالت کې ده. نه یواځې انسجام او یو واحد مشرتابه نه لري، بلکې تر ډېره یو مؤقتي او د خپلو ګټو په غم کې ستړي اشر ته ورته ده، د یوه ملي، ژمن او منسجم حرکت څرک نه پکې لیدل کېږي.
وروستیو پېښو ته په پام، په اسانۍ سره دې پایلې ته رسېدلی شو، چې مقاومت جبهه له طالبانو سره د رښتینې مبارزې پر ځای، په خپل منځي ناندریو، دښمنیو او شخصي سیالیو کې ښکېله ده، هره ورځ یې یوه نوې خپل منځي شخړه راټوکېږي او تر موږ رارسیږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.