هغه وخت چې د طالبانو تېره واکمني د امريکا د یرغل له امله له منځه لاړه، ناټو او متحدو هېوادونو یې د افغانستان د نوې ادارې د جوړولو له پاره د جرمني په بن ښار کې يوه غونډه راوبلل. امریکا او ملگرو هېوادونو او ټولنو د افغانستان د ستر ملت په ځای د څلورو کوچنیو ډلگیو په واک کې ورکړ او د دې ځورېدلي هېواد واکمني يې يو څو مشخصو سړیو او کړیو ته په لاس ورکړه.
په دوی کې داسې ډلګۍ او څهرې وې چې د ځان او ګوند د ګټو له پاره په پیسو، وسلو، وسيلو، زور او موقف پسې ګرځېدل او د تاریخ په ډېرو حساسو شېبو کې يې خپلې ځاني، سمتي، ژبني، تنظيمي او قومي ګټې د افغانستان په ملي او سترو ګټو لوړې وبللې او د ځينو کوچنيو مادي ګټو لپاره يې ځانونه خسر الدنيا و الاخره وگرځول، تنظيمي مشرانو او د بل په زور واک ته رسېدلو رهبرانو له نفس او ځان غوښتنې سره د مجاهدې په ځای د منصبونو، مادیاتو او امکاناتو د ګټلو په داسې خيرن سمندر لاهو شول، چې د بېرته ستنېدو لار نه لري او د یو محتوم سرنوشت په لور روان دي.
دغه اشخاص (سیاسیون) او ډلې شل کاله پیوسته په واک کې وساتل شول، څلوېښت میلیونه ولسونه او پرګنې له ډېرو معظمو، معززو، متمدنو او پوه خلکو څخه ډک وو، داسې خلک چې لاسونه یې د بل چا په وینو سره نه وو، خو د اشغال موده ډېره وغځېده او بل چاته د سیاست کولو چانس په لاس ورنه کړل شو، دا خلک د شلو کلونو په جریان کې نوي میلیونران شول، میلیونران میلیاردران شول؛ د افغانستان پر خلکو تپل شویو نماينده ګانو د افغانستان په نماینده ګي له نړۍ سره د تعامل، خبرو، راکړې ورکړې او سیاست لپاره همدغه سل/ دوه سوه مخونه ټاکلي وو، دې خلکو د نړۍ په هر بازار کې د افغانستان حیثیت، تاریخ او موقف وپلوره، دوی ته ځان، شخصي ګټې او ډله مهمه ده. داسې محدوده، غير مسلکي او تصادفي واکمني، د افغانستان خلکو ته د منلو نه وه، خو بله چاره نه وه.
اوس افغانان خپل دوست او دښمن پېژني، د هغه تش په نامه مشرانو او سپين ږيرو په خبرو نه غولېږي، چې د خپلو ځاني ګټو له پاره ټول افغانستان په یو داو بايلي او دا لوی وطن خپل شخصي ملکیت ګڼي. په ټولنیزو رسنیو کې د ټولنیزو فعالانو د بېزارۍ او پېغورونو ډک نظریات، د تاریخ له تورو څهرو پرده پورته کوي، تښتېدليو سیاسیونو ته سیاسي دوکانداران وایي او د د دوی له حقیقت او اصلیت څخه د ملت خبرول غواړي.
یو ټولنیز فعال په لنډو ټکو کې دوی راپېژني هغه وایي: که په حکومت کې (د سیاسي دوکاندارانو) سیاسي موقف او شتون وو، طالب هم ښه دی، هم باید خبرې ورسره وشي او هم د وطن سړی دی، د مېرمنو حقوق هم خوندي دي، درې رنګه بیرغ هم یوازې یوه ټوټه ده او شل/سل نور ارزښتونه هم په دوه شانزده پولۍ نه ارزي، خو که داسې نه و، نو جګړه، هېواد په کنډواله بدلول، د افغانانو تحقیر، توهین، بیرغ، رایه، د مېرمنو حقوق، دا ټول ارزښتونه، چیغې او سورې ووهل شي، ترڅو دوی په قدرت کې سهیم او یا حد اقل په بهرنیو کنفرانسونو کې د یوې خیټې ډوډۍ او بهرنیانو لپاره ټیټ او پاس کېدو ته زمینه برابره شي.
اوس د افغانستان د خلکو دنده ده، چې يو ځل بيا له درانده خوبه ویښ شي، خپل دوست او دښمن وپېژني، په ځلونو، ځلونو خرڅ شوي سیاسونو ته نه! ووايي او د خپل هېواد د آبادۍ لپاره خپله هلې ځلې وکړي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.