که څه هم د تېر پرځېدلي جمهوریت کاواکه سکلېټ له داسې مهرو او اشخاصو څخه جوړ و، چې د افغانستان، افغانانو او د دغه هېواد ارزښتونو او ملي ګټو ته د یوه توت په څېر ارزښت نه ورکاوه، بلکې خپلې شخصي ګټې او د بادارانو رضایت ورته تر هر څه لومړیتوب درلود. دا او داسې ډېر نور دلایل وو، چې پر جمهوري رژیم یې د خلکو او ولس باور له هماغه لومړیو صفر کړی و. خلکو ته هغه چارواکي، پالیسۍ، قوانین، ارزښتونه، معیارونه او بالاخره هر څه یې پردي ښکارېدل، نو ځکه یې ورسره د پردیتوب احساس هم کاوه.
دا اړیکه برعکس د جمهوریت د چارواکو لپاره هم همداسې وه. چارواکو ته ولس پردی، د ولس غوښتنې او ارزښتونه بې ارزښته او یواځې د خپلو ډونرانو فرمایشونه، غوښتنې، پالیسۍ، قوانین او پلانونه ورته مهم وو، د هغو د تطبیق لپاره یې ډېرې سرښندنې وکړې او همدا راز یې پر افغان ولس د تحمیل او تطبیق لپاره هم چپه مېچنې وچلولې. د تېر جمهوریت لویه برخه چارواکي په غرب کې لوی شوي، روزل شوي او د هغوی له خوا راوستل شوي او مقرر شوي کسان وو. یوه ډله نور یې بیا د ګاونډیو هېوادونو په فرمایشونو او رضایت ټاکل شوي وو او د هغوی د خوښې او پلان مطابق یې کارونه ترسره کول.
بله ډله یې بیا مرموز، دوه مخي او څو مخي استخباراتي کسان وو، چې ډېر لوبېدلي او ښه روزل شوي ښکاره کېدل. دوی به ظاهراً ځانونه د افغانانو تر ټولو نږدې خواخوږي معرفي کول، پر سټېجونو به یې لاپې او شاپې وهلې، په ظاهره کې به یې پر ګاونډیو هېوادونو نیوکې کولې، خو په جېب کې به یې د همدې هېوادونو پاسپورتونو پراته وو، نږدې هره میاشت به یې هلته سفرونه کول او دغه راز نږدې هره شپه به په کابل کې د دغه هېوادونو په سفارتونو کې مېلمانه وو او د نوې ورځې، نوې اونۍ، نوې میاشتې او نوي کال لپاره به یې پلانونه او اجنډاوې ترې اخیستې.
که څه هم دا لوبه هغه مهال هم ولس ته معلومه وه، خو اوس هماغه چارواکي په ښکاره چیغې وهي چې هو! همداسې څه روان وو. له دې ډلې یې یو هم د پرځېدلي جمهوریت مهم چارواکی او وزیر عمر داوودزی دی، چې همدا دوې – درې ورځې مخکې یې په یوه عامه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې کرزي به د پاکستان د خوشحالولو او رضایت لپاره هغه څهرې او مهرې په افغانستان کې په لوړو څوکیو او وزارتونو مقررول چې د پاکستان له خوا به یې ورته فرمایش ورکول کېده او یا به هغوی ته وفاداره کسان وو.
دا کیسه همداسې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه غربي هېوادونو او امریکا سره هم روانه وه. ډېری وزیران او چارواکي به په کابل کې د امریکا د هغه مهال د سفارت او یا د نظامي مرکزونو په ایمېلونو مقررېدل او یا به له دندې لېرې کېدل. جالبه به یې دا وه، چې همدې چارواکو به بیا پر هغو کسانو او مبارزینو د نورو هېوادونو د نوکرۍ ټاپې وهلې، چې د دوی د شومو پلانونو او د غرب د پالیسیو او نظامي حضور پر خلاف یې غږ او وسله اوچته کړې وه.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.