حامد کرزي، د هغه وخت تش په نوم ولسمشر، د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم پر ۱۳مه، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د نومبر له ۳مې سره برابره ده، د شنبې په ورځ د هېواد له یو شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو له مسؤلینو، د سیاسي، نظامي، ټولنیزو او اقتصادي چارو له شنونکو، بېطرفه او با طرفه منتقدینو سره لیدنه وکړه.
کرزي وویل: تاسو کولای شئ زما حکومت او دولتي ادارو باندې په آزاده توګه نیوکه وکړئ! خو باید د خلکو روان ته زیان ونه رسېږي.
کرزي وویل: «ښه غوږ ونیسئ، د ۲۰۰۹م کال د انتخاباتو په یوه ورځ، کای آیده راغی او غوښتل یې چې تنها له ما سره وګوري، بهرنیانو نه غوښتل چې د انتخاباتو پایلې اعلان شي. کای آیده ښه سړی و، خو د امریکا او نورو تر فشار لاندې و. غوښتل یې یوازې خبرې وکړو، ما ونه منله او ورته ومې ویل: چې باید سپنتا، چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر و، یا زلمی رسول، چې د ملي امنیت سلاکار و، حاضر وي. زلمی رسول حاضر و. کای آیده وویل: چې د امریکا، انګلستان او فرانسې پیغام یې راوړی، او هغه دا دی: تا خو ۵۱.۷٪ رایې ګټلې دي او یا ۴۹.۶٪.»
زیاتوي چې: «ما ورته وویل که رایې حساب شوې وي، نو څنګه ممکنه ده، چې دوه بېلابیلې شمېرې ولري؟ کای آیده وویل: دا پخپله تا پورې اړه لري، چې له لوېدیځ سره موافق یې که نه؟ او آیا ته د اجرائیه ریاست ټاکنه منې که نه؟ که یې ومنې، ۵۱.۷٪ رایې دې دي؛ که یې ونه منې، ۴۹.۶٪ به اعلان شي. ما ورته وویل: دا فیصله نه منم، او پایلې اعلان شوې.»
کرزی وروسته زیاتوي، چې ورته مې وویل: «دوه ورځې وروسته کای آیده بیا راغی او ویې ویل: چې انتخابات دویم پړاو ته تللي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي را روان دی. که ته د اجرائیه ریاست ټاکنه ومنې او له درېیو کسانو سره ګډ کار پیل کړې (د دوو یې نومونه یاد کړل، خو درېیم نه و څرګند)، نو ته به بریالی اعلان شې. ما دا وړاندیز هم ونه مانه او ورته ومې وویل: چې دا د اساسي قانون خلاف دی. کای آیده وویل: ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه میکند؟»
پورتنی د داسې وخت روایت دی، چې فدرال او ډیموکرات غوښتونکي شل کاله پر افغانستان حاکم وو، چا چې دوی منځ ته راوستلي وو، چا چې دوی ته اساسي قانون ور تلقین کړی و، چا چې دوی د سیاست ډګر ته را ايستلي وو، هغه ورته وايي: «ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه میکند؟»
شل کاله افغانستان د ازمايښت یو مرکز و، امریکایانو غوښتل افغانستان یو ډیموکرات جمهوري هېواد شي، له ځان سره یې د وحشي، خونخوارو ډلو وينه زبېښونکي جنګ سالاران راوستل، تر څو داسې نظام رامنځ ته کړي چې له دې ځایه د واشنګټن ساتنه وکړي، د امریکا ګټې خوندي او تضمین کړي، خو دا خلک یواځې د خپل ځان په ژغورلو هم برلاسي نه شول، ځکه پر وړاندې یې د افغانستان مؤمن او مجاهد ولسونه کلک ودرېدل، ولسونه شل کاله له دې کبله وجنګېدل، چې هېواد د ډیموکراسۍ په زهرو ونه لړل شي، پايله يې دا شوه، چې آخر یې هغه بادار چې دلته یې د ډیموکرات نظام ډبره ایښې وه، خپل لاسپوڅي تش په نوم پاچا ته په پېغوریزه بڼه وویل: «ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه میکند؟»
دا د دروغو او پر شخصي ګټو ولاړ سیاستونه د افغانستان د خلکو د وینو له زبېښاک پرته بل څه نه شي کېدلی، اوس لطيف پدرام په داسې حال کې د مطبوعاتي شور جوړولو هڅې کوي، چې ډوډۍ یې لا هم بل هېواد ورکوي؛ نوموړی له څو تنو بې کاره، رټل شویو او شړل شویو سره د واورو پر مخ نقشې رسموي، «افغانستان بايد فدرالي شود»، «افغانستان نی خراسان!»، «هر قوم باید خوده آیالت داشته باشد» شعارونه ورکوي؛ دغه مجازي ډلې د فدرال غوښتونکو په نوم د هغه ملت لپاره اساسي قانون تدوین کړی، چې د همدې ناسمو شعارونو د بدرګه کوونکو له کبله یې دوه لسیزې د غم په ټغر تیرې کړې، اوس هم ملت ته همدا ارمغان لري.
افغانستان د ټول غرب په نسخو جوړ نه شو، غربیان له خپلې نوې نسخې سره افغانستان ته تر څلوېښت زیاتو هېوادونه د پوځیانو، توپونو، طیارو او ټانګونو سره راغلل، مګر وروسته له شلو کلونو، د وروستي یرغلګر له وتلو سره سم، دغه هېواد بېرته خپل اصلي حالت ته وګرځېد، نن پدرام او فدرال غوښتونکي دغه سرشاره، متحدو او نه بېلدونکو قومونو ته د تجزيې نسخه وړاندې کوي؛ فدرال غوښتونکي هېرجن دي، دوی هېره کړې چې د یرغلګرو په شمول ډېری هېوادونه د افغانستان د تجزیې ملاتړي وو، خو دا ارمان یې پوره نه شو.