Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: هېواد کې د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې
    افغانستان

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: هېواد کې د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

    صابر افغانصابر افغان6 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶۱ مېګاواټه لمریزې، بادي او ګازي برېښنا لپاره د پروژو چارې پیل شوې دي.

    د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې، پر دغو پروژو ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه کېږي او په بشپړېدو سره به یې لسګونه زره کورونو او صنعتي فابریکو ته برېښنا برابره شي.

    په راپور کي راغلي، چې په دغو پروژو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په هرات کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، په ننګرهار کې د صنعتي پارکونو لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د جوزجان په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژه او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې شاملې دي.

    ویل شوي چې په دغو پروژو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

    د اقتصادي معاونیت د راپور له مخې، له دې سربېره زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هېواد کې دننه د بېلابېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده.
     

    مخکینۍ مقالهد امريکا دفاع وزارت د پوځ ۲۰ سلنه جنرالان له دندو ګوښه کوي
    راتلونکي مقاله ډونالډ ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې کړې دي

    مربوطه لیکنې

    مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

    7 جولای 2026

    هند کې افغان سفير د شاپور ځدراڼ د جنازې د انتقال او همکارۍ په موخه د هغه له ورور سره کتلي

    7 جولای 2026

    د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه تایید شوه

    7 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 8 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: دلته داسې کسان شته چې غوښتل یې دا هېواد په ویجاړیو او بربادۍ کې پاتې شي او هغوی د هغه څه له امله نا ارامه دي چې سوریه یې نن ترلاسه کوي

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع، دغه هېواد ته د فرانسې ولسمشر د سفر پر مهال…

    قاليباف وايي امريکا د هوکړه ليک له مهمو مادو څخه سرغړونه وکړه

    8 جولای 2026

    امريکا تېره شپه پر ايران تازه بريدونه ترسره کړي

    8 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: دلته داسې کسان شته چې غوښتل یې دا هېواد په ویجاړیو او بربادۍ کې پاتې شي او هغوی د هغه څه له امله نا ارامه دي چې سوریه یې نن ترلاسه کوي

    8 جولای 2026

    قاليباف وايي امريکا د هوکړه ليک له مهمو مادو څخه سرغړونه وکړه

    8 جولای 2026

    امريکا تېره شپه پر ايران تازه بريدونه ترسره کړي

    8 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.