د ښایسته او نرمو خبرو تر شا خپل اصلیت پټول او د ولس له احساساتو سره لوبې کول، د جنګسالارانو اساسي نښې دي؛ هغوی چې ولسي څهره او په دوکه ورکوونکو شعارونو کې یې د فساد، ظلم او ځان غوښتنې تریخ واقعیتونه پټ کړي او لا هم له همدې لارو څخه کار اخلي تر څو خپلو شخصي ګټو ته ورسیږي.
ننسبا چې د غزې مظلوم ولس د ژوند تر ټولو ترخې او سختې شپې ورځې تېروي، نه یواځې اسلامي امت، بلکې کفري ملتونه هم د بې پناه ماشومانو د مظلومیت او د بې ګناه ښځو او نارینه وو له ټول وژنو اغېزمن دي، د عطامحمد نور په څېر بدنامه څهره بیا له همدې دردوونکې فاجعې څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه اخلي او هڅه کوي خپلې ناروا غوښتنې مشروع وښيي.
د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د تعامل د احتمال د راپورونو له خپرېدو سره، د حکومت ډیره برخه مخالفین سخت وارخطا شول او هر یو یې په یو ډول له دغه احتمالي تعامل سره خپل مخالفت څرګند کړ.
عطامحمد نور په خپله ایکس پاڼه د یوې تبصری له لارې هڅه وکړه چې د غزې له انساني فاجعې څخه ګټه واخلي، د عامو خلکو ذهنونه دوکه او د افغانستان وضعیت له غزې سره ناسم پرتله کړي، ده ملګري ملتونه د دواړو(غزې او افغانستان) په تړاو په مغرضانه توګه وغندل.
عطامحمد نور د یونما له سیاسي دفتر څخه تر شکایت وروسته ادعا کړې چې افغانستان د طالبانو له لوري برمته شوی، خلک یې له بشري حقونو بې برخې دي او دا خاوره د توندلارو ډلو په پټنځای بدله شوې. دا هغه پوچې او بې بنسټه ادعاوې دي چې د دوی نوي بادار یعني پاکستان هم څو ځله تکرار کړې.
هغه په خپلو بې ځایه خبرو کې په پوره غرور غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره دې اړیکې نه عادي کیږي او دا یې له افغان ولس سره خیانت بللی؛ داسې خیانت چې په حقیقت کې د ولس پر ځای، د هغو بدنامو جنګسالارانو پر وړاندې لویه جفا ده چې کلونه د همدې ملت په وینو تغذیه شول او نن له دې وېرې چې له سیاسي ډګر څخه به کاملاً محوه شي، د خپل زاړه او وراسته نوم د بیا ژوندي کولو لپاره هرې خواته لاس اچوي.
پخواني جنګسالاران او د سرپرست حکومت اوسني مخالفین چې د خپلو بهرنیو بادارانو په غېږه کې پراته دي، دوی او کورنیو یې د فقر، لوږې او اقتصادي ستونزو خوند نه دی لیدلی، ځکه خو دا تمه ترې کیږي چې د خپلو ناوړو خوبونو د پوره کېدو لپاره، د افغانستان د لا زیاتې انزوا غوښتونکي وي؛ هغه انزوا چې د دې مظلوم او دردېدلي ولس لپاره پرته له زیان بل څه نه راوړي.
د سرپرست حکومت مخالفین چې د کورنیو جګړو پر مهال او د جمهوریت په توره دوره کې یې په افغان ولس بې شمېره مصیبتونه راوستل، اوس هم چې د دوی بدرنګ سیوری د خلکو له سرونو لیرې شوی، لا هم ارام نه دي ناست او واک ته د بیا رسېدو لپاره هر ډول هڅې کوي.
له شک پرته د افغانستان سیاسي انزوا تر حکومت زیات د دې هېواد ولس زیانمنوي، په ژوند، روغتیا، تعلیم، کاري فرصتونو او د مهاجرت په برخو کې ګڼ شمېر ستونزې زېږوي.
سیاسي انزوا د ولس پر ورځني ژوند د فشار کړۍ لا ډیره تنګوي او د ملیونونو خلکو امیدونه له منځه وړي. انزوايي سیاستونو ته هڅول، د حکومت سیاسي جوړښت نه، بلکې عملاً د افغانستان د ولس راتلونکی او هوساینه یرغمل کوي.
دا وضعیت نه یواځې بې وزلي او بیکاري زیاتوي، بلکې د ځوانانو مهاجرت ته زمینه برابروي، اقتصادي رکود، د پراختیایي پروژو درېدنه او سیاسي فشارونه هم ورسره زیاتیږي. بالاخره بیا هم همدا ولس د دې ډول ورانکارو پرېکړو دروند بار پر اوږو وړي.
هغه څه چې روښانه دي، عطامحمد نور او د سرپرست حکومت نور مخالفین دا ډول هڅې د ولس د خیر لپاره نه، بلکې د قدرت د تندې او سیاسي ځان غوښتنې له امله کوي، د نړیوال تعامل پر وړاندې په خنډ جوړولو سره هڅه کوي چې هېواد یو ځل بیا د بې ثباتۍ او ناورين په لوري بوځي؛ حال دا چې د افغانستان ولس د دوی د زړو سیاسي لوبو درنه بیه پرې کړې او نور نه غواړي چې یو ځل بیا د دغو جنګسالارانو د ناوړه موخو قرباني شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.