د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري د جوزجان ولایت د یتیمتاق سیمې د ګازو د درې څاګانو د کیندنې تړون د اته میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد شرکت به د یو کال په موده کې د یادو څاګانو کیندنه بشپړه کړي او له بشپړېدو وروسته به یې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ زره متر مکعب ګاز استخراج شي.
سرچینه زیاتوي، د یادو څاګانو په کیندلو سره به ګڼو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او سربېره پردې د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې به هم تر يوې اندازې پوره شي.