امرالله صالح په یوه یادداښت کې د ایکس پلټ فارم پر «شبیخون» پاڼې خپور کړی، د سیمه ایزې ستراتیژیکې زړورتیا غوښتنه کړې او له هېوادونو یې غوښتي چې خپلې نسخې وړاندې او د ناټو له ستراتیژیک ابهام څخه لیرې شي. هغه ګاونډي هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورن کړي او ټینګار یې کړی چې حل لاره له طالبانو سره نه ده.
د صالح دا دریځ د هغه له سیاسي مخینې سره په ټکر کې دی. آیا امرالله صالح پخپله هم کوم وخت داسې سیمه ایزه ستراتیژیکه زړورتیا درلودلې ده؟ د خپلې سیاسي دورې په تېره بیا د ملي امنیت د ریاست پر مهال یې په بهرني ملاتړ باندې تکیه کړې وه. په ګڼو مواردو کې یې امنیتي او استخباراتي پالیسۍ د ناټو او امریکا د لارښوونو له مخې تطبیقولې.
صالح د جمهوريت پر مهال د افغانستان د امنیتي جوړښت له کلیدي څهرو څخه و. هغه نه یواځې د ناټو له ملاتړ څخه برخمن و، بلکې له بهرنیو ځواکونو سره یې په استخباراتي او عملیاتي همکارۍ کې فعاله ونډه درلوده. که نن د سیمه ایزې خپلواکۍ خبره کوي، باید دا ځواب هم ووایي چې ولې په هغه وخت کې د داسې خپلواکۍ غوښتونکی نه و؟
د جمهوري نظام پر مهال صالح، اشرف غني او نور چارواکي د ناټو لپاره تر ټولو وفادار کسان وو. امرالله صالح او اشرف غني د خپل حکومت پر مهال په بشپړ ډول پر ناټو تکیه کړې وه. د افغانستان امنیتي ځواکونو د ناټو له ملاتړ پرته د فعالیت توان نه درلوده. صالح ډیری وختونه له ناټو سره د ګډو عملیاتو همغږي کوونکی و او د هغوی معلومات او وسایل یې کارول.
که ناټو د ابهام ښکار وه، نو صالح ولې د همدې ناټو تر سیوري لاندې پر خلکو واک چلاوه؟ دی چې نن په ناټو د ستراتیژیک ابهام تور پورې کوي، خو د خپل حکومت پر مهال یې د همدې ناټو تر سیوري لاندې فعالیت کاوه، باید روښانه کړي چې ولې یې په هغه وخت کې په دې ابهام سترګې پټې کړې وې او د ناټو له ملاتړ څخه یې ګټه اخیسته!؟
که صالح نن د سیمه ایز استقلال خبرې کوي، باید دا ومني چې په افغانستان کې جمهوري نظام په امریکا او ناټو پورې یوه تړلې پروژه وه. ده هغه وخت نه یواځې په دې اړه نقد نه کاوه، بلکې په افغانستان کې د غربي تګلارو له اصلي پلي کوونکو څخه و.
صالح د جمهوريت پر مهال د امنیتي تشکیلاتو یو له مهمو او کلیدي کسانو څخه و. پراخ فساد، له امریکا سره ژوره وابستګي او د حکومتي سیستم ناکامي، د دې نظام ځانګړنې وې. که نن د سیمه ایزې خپلواکۍ ملاتړ کوي، باید ووايي چې ولې په هغه وخت کې د فساد او وابستګۍ پر ضد ونه درېده.
امرالله صالح د ملي امنیت د ریاست پر مهال، له غربي استخباراتي ادارو سره نېغ په نېغه همکاري درلوده. ده په هغو عملیاتو کې چې بې ګناه هېوادوال پکې په نښه کېدل، له ناټو سره همغږي کوله، امنیتي معلومات او اطلاعات به یې ورکول.
د ناټو د حضور پر مهال، صالح د ناټو د نظامي عملیاتو له سختو پلویانو څخه و. څو، څو ځله یې ویلي وو چې د ناټو له ملاتړ پرته، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د مبارزې توان نه لري.
صالح د اشرف غني د حکومت پر مهال له امریکا سره د امنیتي تړونونو ملاتړ کاوه، یو له هغو کسانو څخه و چې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو یې ټینګار درلوده او د هغوی وتل یې د هېواد د امنیت لپاره ګواښ باله.
د کابل له سقوط وروسته، صالح څو ځله له افغانستان څخه د ناټو او امریکا پر وتو نیوکه وکړه او دا یې د جمهوري نظام د سقوط لامل وباله. هغه په خپلو څرګندونو کې ناټو په خیانت تورنه کړه، خو دا یې هېره کړې وه چې په حکومت کې د حضور پر مهال د همدې ناټو له ملاتړ څخه برخمن او په ټوله مانا ورپورې تړلی و.
امرالله صالح نن د سیمه ایزې ستراتیژیکې زړورتیا خبرې کوي، خو د هغه تېره سیاسي مخینه ښيي چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، په ناټو او امریکا پورې تر ټولو وابسته څهره وه. که نن د سیمه ایز استقلال ننګه کوي، باید دا هم څرګنده کړي چې ولې په هغه وخت کې د دې وابستګۍ پر وړاندې ونه درېد او ولې په افغانستان کې د غرب د سیاستونو د تطبیقوونکو له ډلې ګڼل کېږي!؟
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.