Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»تښتېدلي مخالفین؛ له امریکا څخه یې ګیلې او پر لویدیځوالو نیوکې
    تورې څېرې

    تښتېدلي مخالفین؛ له امریکا څخه یې ګیلې او پر لویدیځوالو نیوکې

    صابر افغانصابر افغان12 جولای 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاريخ په اوږدو کې، هر کله چې په يو هېواد کې د بدلونونو او انقلابونو وروسته يو مشروع حکومت رامنځ ته شوی او د دښمنانو له دسيسو او لاسوهنو خوندي پاتې شوی، دغه ډول حکومت که څه هم په پيل کې د نړۍ د سترو هېوادونو له لوري د منل کېدو په برخه کې له بېلابېلو ستونزو او خنډونو سره مخ شوی، خو بالاخره د نړۍ د لومړۍ درجې حکومتونو له لوري په رسميت پېژندل شوی دی. دا يوه حتمي خبره ده او يوه ورځ به خامخا پېښېږي. که څه هم ښايي د دې پروسې د بشپړېدو لپاره يو څه وخت ولګېږي او ځينې هېوادونه يې په منلو کې لومړی، لومړنيو اقداماتو او هوکړو ته مخه کړي، خو په پای کې به پرېکړه همدا وي چې د هېواد اوسنی سرپرست حکومت په رسميت وپېژندل شي.

    خو هغه څه چې په دې منځ کې د ځينو معلوم الحاله انسانانو په مذاق برابر نه دي، هغه دا دي چې دا ډول ګټه پالوونکي او مصلحت غوښتونکي انسانان چې تل يې خپل نظر او رايه د خپلو شخصي موخو او ارمانونو سره سمه تعقيب کړې، د دا ډول پېښو او هوکړو له رامنځ ته کېدو به خوښ او خوشحاله نه شي. برعکس، تل به هڅه وکړي چې ځانونه د نړۍ عاقلان او پوهان وښيي او هر هغه هېواد چې له داسې يو سرپرست حکومت سره د رسميت پېژندلو لپاره لومړنيو يا نهايي هوکړو ته ورسېږي، په ډول، ډول تورونو او د تېر وخت په درواغجنو يادونو به يې تورن کړي.

    ښايي په دې منځ کې، هر هغه جرم او جنايت چې د هغه هېواد په لیرې او نږدې تاريخ کې د تېريګرو له لوري ترسره شوی وي او د ملت پر وړاندې ظلمونه او تېري شوي وي، دا ټول به مثبته سرښندنه، قرباني او فداکاري وګڼي او د دښمن لپاره به يې د امتياز په توګه مطرح کړي چې ګواکې نن د دې هوکړو په رڼا کې د هغې تورې کارنامې ارزښت کم شوی دی.

    همدغه انسانانو هېر کړي چې پخوا د هماغو دولتونو د ملاتړ په سيوري کې وو چې توانېدلي وو د حکومت پر څوکۍ تکيه وکړي او د هېواد او د خلکو د عمومي مصالحو او ګټو پر ضد هره دسيسه او توطئه پلي کړي. خو هغه وخت چا خوله نه خلاصوله او سترګې يې نه غوړولې او نه يې ويل چې دې واکمنانو په څه نه پوهېدل يا يې ويناوې او غوښتنې د ملت او خلکو پر ضد وې، نه د هغوی په ګټه.

    خو نن چې یې خپلې ګټې له لاسه ورکړي، د سياليو له ډګره وتلي او شا يې له بېلابېلو پټو ملاتړونو تشه شوې او يوازې يې سترګې خپل ځان ته راګرځېدلې دي، نو هر هغه څه چې په خپل ګومان يې سم او حق ګڼي، په ژبه يې راوړي او په ښکاره وايي چې هغه ظلمونه او جنايتونه چې د اشغالګرو او تېري‌کونکو پوځي ځواکونو د ملت پر وړاندې کړي وو، په حقيقت کې د هغو پوځي ځواکونو د سرښندنو برخه وه؛ افسوس چې د هغو کافرانو مقابل لوری خپل ملت او خپل خلک وو چې خپل ځانونه يې له لاسه ورکړل، ووژل شول، د بدن غړي يې پرې شول، شتمني يې له منځه لاړه او د جګړې، جهاد او ورانۍ په ګرمۍ کې يې د ژوند فرصتونه له لاسه ورکړل.

    نو له دا ډول انسانانو څنګه تمه کېدای شي چې په راتلونکي کې د هېواد د حکومت او دولت واګي په لاس کې واخلي او د دولت او خلکو په ګټه پرېکړې وکړي او وکولای شي د هېواد راتلونکی له هر پلوه خوندي کړي.

    همدغه کسان چې نن ورځ د خپلو ګټو د لاسه ورکولو او د خپلو ارمانونو د تحقق له ډګره د لیرې پاتې کېدو له امله د هرې خبرې له کولو او پر هر چا او هر هېواد د هر ډول تور له لګولو ډډه نه کوي، په راتلونکي کې څنګه له هغوی څخه د تېريګرو پر وړاندې د ملاتړ او د ستونزو پر مهال د سمو پرېکړو تمه کېدای شي!

    دا تور هم سم نه دی چې ګواکې د يو هېواد پوځ د بهرني هېواد د ملاتړ د لیرې کېدو له امله فلج شوی او له کاره لوېدلی دی، بلکې حقيقت دا دی چې د تېرې دورې پوځ په دې حقيقت پوه شوی و چې د دوی جګړه د عدالت او انصاف جګړه نه، بلکې د ځان او خپل هېواد پر وړاندې جګړه ده. همدارنګه په دې حقيقت هم پوه شول چې د دوی اصلي دښمنان د دوی تر څنګ دي او د خپل ملت د وژل کېدو لامل دي. نو سمه پرېکړه يې وکړه او وسله يې پر ځمکه کېښوده او د دښمنانو پر وړاندې د بريا لپاره له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ودرېدل. په دې کار کې نه د دښمنانو هوکړو اغېز درلوده او نه کوم بل لامل په منځ کې و.

    که څه هم له انصافه لیرې نه ده چې د افغانستان شريف ملت تل توانېدلی دی چې د هغو مغرضو او خائنو انسانانو د پردې تر شا حقيقتونه کشف کړي او له حقايقو يې خبر شي. سره له دې، دا يادونه به کومه ستونزه ونه لري ترڅو د نوي نسل ذهنونو ته يو ياداښت وي چې په هغو دورو کې نه وو يا لا تر اوسه د بلوغ او هوښيارۍ سن ته نه وو رسېدلي او نن ورځ امکان لري د هغوی د رنګينو خبرو فريب وخوري او د هغوی د درواغجن انځور او څهرې په ښکلا کې ډوب شي.

    له همدې امله د هوښيارو انسانانو او هغو کسانو مسئوليت دی چې په دواړو دورو کې يې ژوند کړی، چې حقيقتونه سم هماغسې چې پېښ شوي، ټولو ته او مخاطبينو ته بربنډ کړي او د نن ورځې نسل ته د ځان پلورونکو او ګټه پالونکو انسانانو حقيقت ور وپېژني.

    له بلې خوا، دا ډول پر لوېديځ مين انسانان ادعا کوي چې هغه هېوادونه چې تر پرونه يې ملاتړي وو او په يو اسلامي هېواد کې يې د ټولو غلطو، ناوړه او د اسلام او اخلاقو ضد برنامو د پلي کولو لپاره هر کار کاوه، هر لګښت يې ورکاوه او د دې مسايلو د تحقق لپاره يې پر هر چا باور کاوه، لاسونه او پښې يې ورته له سپينو او سرو زرو ډکول، نن ورځ ناسمه لاره تعقيبوي او غولېدلي دي. خو په حقيقت کې، نن هماغه هېوادونه هم په دې حقيقت پوه شوي چې په تېر کې يې ستره تېروتنه کړې، پر ناسمو انسانانو يې شرط تړلی و او د هغوی د کارونو په دريڅه کې يې د بې ځايه هيلې لټه کړې ده.

    نو هغوی نن له تېر څخه د عبرت درس اخلي او خپله تېروتنه جبرانوي او دې حقيقت ته رسېدلي چې بايد د هېوادونو له ولسي او خپلواکو حکومتونو ملاتړ وکړي، ځکه يوازې د تعامل له لارې کېدای شي له هغوی سره راکړه ورکړه ولري او اړيکې پياوړې کړي.

    خو هغه خوند‌ ليدلي انسانان لا هم نه غواړي دې حقيقت ته غاړه کېږدي او لا هم په راتلونکي کې واک ته د رسېدو په خوب کې ژوند کوي؛ خو هېر کړي يې دي چې فرصت تل يو ځل دوی ته په لاس ورځي او تل د خيرات دسترخوان غوړېدلی نه وي چې صافې وريجې وخوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبي‌اېل‌اېف: د بام په نوم روان پوځي عملیات یې د ۵۹ پاکستاني ځواکونو له وژل کېدو سره پای‌ته رسېدلي
    راتلونکي مقاله ټرمپ د لګښتونو د کنټرول په موخه د بهرنيو چارو وزارت ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

    مربوطه لیکنې

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025

    د امرالله صالح حربه؛ د مهاجرینو له زخمونو سیاسي ګټه‌ اخیستنه

    8 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 جولای 2025

    د پنجشېر له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه

    د پنجشېر ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت…

    د سوریې په السویداء کې د نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۷۱۸ تنو ته رسېدلی

    19 جولای 2025

    د هرات والي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی

    19 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشېر له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه

    19 جولای 2025

    د سوریې په السویداء کې د نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۷۱۸ تنو ته رسېدلی

    19 جولای 2025

    د هرات والي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی

    19 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،986 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.