ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د سرپرست حکومت مشرتابه د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.
۲_د ٢۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ منسوبین فارغ شول.
۳_ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۳ تنه منسوبین فارغ شول.
۴_تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
۵_مولوي ذبيح الله مجاهد: د ولسي شاعر، مطیع الله تراب وفات سخت خواشیني کړو.
۶_المان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوي.
۷_د وسپنې پټلۍ مرستیال د چین لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې.
۸_کورنیو چارو وزارت: هرات کې د حرفوي غلو اته کسېزه ډله ونیول شوه.
۹_له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې او د شلټر فار لایف مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
- [ ] سیمه:
۱_پاکستاني طالبانو ټانک کې یو پولیس ژوندی نیولی.
۲_د ایران دفاع وزیر امير عزيز نصيرزاده: موږ په اوربند هېڅ باور نه لرو او له همدې امله په نويو پلانونو جوړولو بوخت يو.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_د سوریې په السویداء کې د نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۸۹ تنو ته رسېدلی.
۲_غزه کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي.
- [ ] نړۍ:
۱_د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما: له ګیلو بايد لاس واخلو او د اوسني وضعيت بدلولو په موخه د ټرمپ پر ضد ودرېږو.
۲_امریکا کې د عمر خوړلیو کسانو د ساتنې په یوه مرکز کې اورلګېدنې نږدې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.