
د صهیونیستي رژیم له لوري په کلابنده غزه کې د لوږې له امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۱۲۲ تنو ته رسېدلی.
د غزې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د شهید شویو کسانو له ډلې ۸۴ تنه یې ماشومان دي.
نړیوال بنسټونه وايي، چې غزه کې دا مهال له هرو پنځو ماشومانو یو تن له خوارځواکۍ رنځېږي او د دغې تړانګې نږدې ټول اوسېدونکي، له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.