په نننۍ نړۍ کې د ډیپلوماټیکو اړیکو او نړۍوالو همکاریو شتون د هر هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او سیاسي ثبات له مهمو بنسټونو څخه دي.
هېڅ یو هېواد نه شي کولای ځان له نړۍوالې ټولنې جلا وساتي او بیا د پرمختګ تمه ولري؛ د نړۍ د بریالیو او پرمختللو هېوادونو له اوسني وضعیت دا حقیقت ډیر ښه ثابتیږي.
افغانستان هم له دې قاعدې مستثنیٰ نه دی. له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ټینګول د سوداګرۍ، پانګونې، زیربنایي پروژو او نورو برخو کې ستر فرصتونه برابروي.
له دې سره، سره د نسکور شوي جمهوریت فراریان، د دې فرصتونو د ملاتړ پر ځای هڅه کوي چې د هرې ممکنې وسیلې په کارولو د دې بهیر مخه ډب کړي. دا هغه افراد او کړۍ دي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو له ښه کېدو وېره لري او تل د بې باورۍ د فضا رامنځ ته کولو ته کار کوي.
دغه بدنامې څهرې د بې بنسټه ادعاوو په خپرولو، د خیالي خطرونو په غټولو او آن همکارو هېوادونو ته له افغانستان څخه د بدو نیتونو په ور اړولو سره هڅه کوي نور هېوادونه دې ته اړ کړي چې له افغانستان سره د اړیکو له پراخېدو ډډه وکړي.
دا ډول کړنې په حقیقت کې د رواني جګړې یوه بڼه ده؛ هڅه کېږي داسې انګېرنه خپره شي چې له افغانستان سره تعامل د مقابل لوري لپاره درانه سیاسي یا اقتصادي لګښتونه لري.
د دې چلند پایله، له پرمختیايي فرصتونو څخه د افغانستان د خلکو له محرومیت پرته بل څه ندي. ځکه چې ډیپلوماټیکې اړیکې د کورنیو توکو د صادراتو لارې پرانیزي، د کار بازار ته وده ورکوي او آن د امنیتي او سرحدي ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي. هغه څه چې ګټې یې په مستقیم ډول د افغانستان له کړېدلي ولس سره تړاو لري، خو دا څهرې بیا هم د دې لپاره خنډونه جوړوي چې ولس له دې ګټو بې برخې پاتې شي.
کله چې دغه اړیکې په قصدي ډول له منځه یووړل شي یا ودرول شي، هېواد د انزوا په لور ځي، د دې انزوا بیه تر ټولو لومړی عام خلک پرې کوي. برعکس، د بریالیو هېوادونو تجربه ښيي چې له نړۍ سره رغنده تعامل د پرمختګ یوه مهمه کیلي ده. آن هغه هېوادونه چې ژور سیاسي اختلافات لري، خو د خپلو ملي ګټو لپاره اقتصادي او فرهنګي اړیکې ساتي.
خو د افغانستان په اړه یوه کوچنۍ بهر مېشته ډله مخالفین چې د شل کلن اشغال په موده کې یې خپل ځان ازمویلی، شخصي ګټې او لنډ مهاله سیاسي موخې د ولس له هوساینې غوره ګڼي، د بدګومانۍ او بې باورۍ په خپرولو سره د نړۍوالو همکاریو مخه نیسي.
دا چاره نه یوازې د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو د ودې مخه نیسي، بلکې په یو ډول د افغانستان ملي تصویر ته په سیمه او نړۍ کې زیان رسوي. په پایله کې د دې تیاره سیاست اصلي زیانمنونکي ولس دی؛ هغه ولس چې کار، بازار، پانګونې او د ښه ژوند فرصتونو ته اړتیا لري.
د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی دا معنی لري چې د دې ملت د راتلونکې دروازې وتړل شي او هغه کسان چې په قصدي ډول دا کار کوي، د ټولو زیانمنونکو پایلو مستقیم مسؤلیت په غاړه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.