
د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسؤولینو ویلي، چې د زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو ساتنې، بشري مرستو، روغتیايي خدماتو او تغذیې په برخو کې لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د یادې ادارې استازي تاج الدین اویوواله پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی همکاران ماشومانو، ښځو او نارینه و ته بشري مرستې رسوي.
د معلوماتو لهمخې، نوموړي پرون د افغانستان په ختیځ کې له یو شمېر زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه هم کړې ده.