درېیمه برخه
کله چې د شوروي ځواکونو شتون په افغانستان کې پراخ او ډير شو، د پرچم او خلق ګوند ګڼ شمېر غړي د سرو لښکرو مستقیم چوپړ ته د ننه شول.
عبدالرشید دوستم هم له دې کاروان څخه په شا پاتې نشو؛ بلکې له فرصت څخه یې په بشپړه توګه استفاده وکړه او د خپل بشپړ تړاو دروازه یې د اشغالګرو په مخ خلاصه کړه.
دوستم، چې تر دې وړاندې د سید اکرام پیگیر او کنجه کارګر په وسیله د کمونیستي دولت امنیتي دستګاه ته ننووتی و، دا ځل یې په مستقیم ډول له شوروي افسرانو سره اړيکې ټینګې کړې.
شورويان هغه وخت په داسې څهرو پسې ګرځېدل چې هم په سیمه کې پر خلکو نفوذ ولري او هم بې له قید او شرط څخه د مسکو حکمونه عملي کړي. هغه حکمونه چې ډېری وخت د خلکو د لومړنیو حقونو د پایمال کولو او د اشغالګرو د ګټو خوندیتوب لپاره وو.
دوستم هغه توره څهره وه چې د جاه طلبۍ، ظلم، قساوت او د مزدورۍ په روحیه پېژندل کېده، بالکل هغه مهره وه چې سرې لښکرې یې په لټه کې وې.
د شپیتمې هجري شمسي لسیزې په منځنیو کلونو کې، دوستم وتوانېده چې د شوروي په مستقیم ملاتړ سره، په پوځي برخه کې لوړ مقام تر لاسه کړي. د همدې ملاتړ په پایله او د روسانو په امر او اکمال سره ۵۳مه پیاده فرقه جوړه شوه، وروسته ډېر ژر د نوموړي په لاس د مخالفینو د ځپلو او د خپل شخصي نفوذ د ټینګښت وسیله وګرځېده.
هغه سرتېري چې دې فرقې ته جذبېدل، زیاتره یې بې سواده او داسې کسان وو چې ځایي سرپناه یې نه درلوده. دوی د معاش او واک په وعدو غولېدل، خو په حقیقت کې د شوروي د ستراتېژیکو موخو د پلي کولو لپاره د قربانۍ سرتېري ترې جوړېدل.
د نظامي فعالیتونو او د شوروي لاسپوڅي دولت سره د نږدې اړیکو له امله د وخت ولسمشر «ډاګتر نجیب»، په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې دوستم ته د هېواد تر ټولو لوړه لقب «د افغانستان د جمهوریت قهرمان» ورکړ.
هغه لقب چې د دوستم له واقعي کړنو سره یې د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر درلوده. همدې عنوان د ده سیاسي او پوځي موقف لا پسې پیاوړی کړ او د شمال او ګاونډیو ولایتونو پر چارو یې واک او ولکه نور هم ورسره ټینګه شول.
دوستم په داسې حال کې د روسانو په لاس له لاسپوڅي رژیم څخه د جمهوریت د قهرمان لقب واخیست چې افغان ولس د خپل هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ، مقدساتو او باورونو څخه د دفاع لپاره د هېواد په لر او بر کې مبارزه کوله او د دې خونخوار رژیم پر وړاندې ولاړ وو.
په داسې حساسو شرایطو کې، هغه کس چې وروسته یې د خپلو شخصي ګټو لپاره خپله اصلي څهره په نقاب کې پټه کړه او ځان یې د کمونیستي رژیم مخالف وښود، روسانو ته د خپلو بې درېغه خدمتونو له امله یې د اشغالګرو له لوري د «جمهوریت قهرمان» لقب خپل کړ.
دا پړاو د دوستم په ژوند کې هغه مهمه مرحله او د عطف ټکی و چې هغه یې له یوه سیمهییز قوماندان څخه د افغانستان په سیاسي او نظامي ډګر کې په یو مهم لوبغاړي بدل کړ او د راتلونکو لسیزو لپاره د نفوذ زمینه ورته برابره شوه.
دوستم د روسي افسرانو د اعتماد د لاسته راوړلو لپاره خپله وفاداري نه یوازې په جګړه کې، بلکې د استخباراتي ناستو او غونډو په ترڅ کې هم ښوده. همدا لامل و چې شوروي مشاورینو ته د هېواد په شمال کې ډېر ژر په باوري کس بدل شو.
په همدې دوره کې د دوستم ظلم او بې رحمي هم ډېره مشهوره شوه. ګڼ راپورونه ښيي چې هغه د مخالفینو د ځپلو لپاره په شکنجو، صحرایي اعدامونو او جبري کډوالۍ لاس پورې کړ. دې کړنو که څه هم د خلکو سخت مخالفتونه راوپارول، خو دسرو لښکرو له انده د وفادارۍ او جديت نښه ګڼل کېده.
شوروي اتحاد په شمال کې پراخې پوځي اډې جوړې کړې وې، جوزجان، فاریاب او بلخ ورته ستراتېژیک ارزښت درلوده.
دوستم د خپلو وسلهوالو او مزدورانو د شبکې په درلودلو سره د شوروي سیاستونو په ښي مټ بدل شو. په حقیقت کې هغه نور یوازې یو سیمهییز قوماندان نه و، بلکې په سیمه کې د سرو لښکرو د نقشو مستقیم پلي کوونکی ترې جوړ شو.
له دې وروسته، دوستم نور د سیمې یو ځايي قوماندان نه و؛ بلکې نور د شوروي د اشغال په مسیر کې د یوې مهمې مهرې په توګه مطرح کېده. د همدې لپاره روسانو نوموړی په بې ساري مالي او پوځي ملاتړ سره تقویه کاوه او په بدل کې یې دوستم په ټول توان د دوی په چوپړ کې و.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.