
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د یوه سوداګریز مارکيټ د جوړولو طرحه تایید شوه.
یاد معاونیت زیاتوي، چې د دې طرحې له مخې خصوصي سکتور د تالقان ښاروالۍ پر ځمکه د یاد سوداګریز مارکیټ په جوړولو ۱۱۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.
ویل شوي، د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به لسګونه تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.