
کورنیو چارو وزارت وایي، د بدخشان پولیسو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې دوه وسلهوال حرفوي غله نیولي.
د یاد وزارت په وینا، نيول شوو غلو څه موده وړاندې فيض اباد ښار کې، له یوه صراف څخه، د سرو زرو خښته، ۲۸ زره ډالره، څه باندې دوه میلیونه افغانۍ او زر یورو غلا کړې وې.
کورنیو چارو وزارت د بدخشان ولایت د پوليسو له قوله زیاته کړې، چې غلا شوې پیسې او سره زر بېرته خپل څښتن ته سپارل شوي او له نيول شویو غلو سره، دوه میله تفنګچې او یوه اندازه مرمۍ د پوليسو لاسته راغلي.
وزارت ویلي، نيول شوي کسان به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.