
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ شیکاګو ښار کې د ملي ګارډ د ۳۰۰ سرتېرو د ځای پر ځای کولو امر کړی.
د راپورونو له مخې، ټرمپ دا اقدام شیګاګو کې د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه ترسره کوي؛ خو د دغه ښار ډیموکراټو مسئولینو د ټرمپ د پرېکړې مخالفت کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې د افغانستان امنیت تر شیکاګو په ځلونو ښه دی.