Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکايي اشغال دویم نسل ولې خریدار نه لري!؟
    لیکني

    د امریکايي اشغال دویم نسل ولې خریدار نه لري!؟

    صابر افغانصابر افغان16 اکتوبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکايي اشغال د لومړي نسل ځينې پاتې شونو او دویم نسل یې په دې وروستیو کې په څرګنده توګه د افغانستان خلاف دریځ نیولی، د افغانستان د پلور او د بیا اشغال لپاره یې په ښکاره لابي او کمپاینونه پیل کړي او په دې سره د تللي حیثیت او دبدبې له کبله د زړه بړاسونه باسي. د امریکا د اوسني بې باکه او متزلزل ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته، دوی د هغه خبره د زړه له اخلاصه منلې او دې ته شېبې شماري چې کله به امریکایان بیا ځلي افغانستان ته ور ګرځي او یا لږ تر لږه باګرام اشغالوي، دوی دغو افواهاتو ته لا پسې زور ورکړی او غواړي چې دا کار دې ژر تر ژره وشي.

    د دې ترڅنګ همدغه کسان چې اوس تر بېلابېلو نومونو او عنوانونو لاندې په بهر کې مېشت او په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، په سیستماتیکه توګه هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت ناوړه وښيي، امریکایان، غربي هېوادونه او آن د افغانستان دایمي دښمنان دې ته وهڅوي چې افغانستان ته زیان ورسوي او دوی ته دلته د پښې ایښودلو زمینه برابره شي. دوی د همدې کار لپاره پر غربي هېوادونو او امریکا سربېره، د جرمي شبکو، استخباراتي ادارو او آن اسرائیلي رژیم دروازې وټکولې، خو چا یې غږ ته لبیک و نه وایه.

    تر دې ټولو ور هاخوا، په دې لنډو ورځو کې چې د افغانستان د خاورې د تمامیت، ناموس او هېواد د دفاع موضوع او د پاکستان خاینانه او وحشتناک تيري ته د ځواب ویلو موضوع مطرح شوې، ټول افغان ولس له اوسني حکومت سره په څنګ کې ولاړ دی، خو بل خوا ته همدا جبهو، ډلو او مقاومتیانو په ډېره سپین سترګۍ او په ښکاره توګه د پاکستان خوا نیولې او د هغوی ملاتړ کوي.

    دوی چې د اشغال پر مهال پر نورو د پاکستان د ملاتړ ټاپې وهلې، اوس ښکاره د خپل تېر نسل په څېر او آن تر هغوی په ډېره سپین سترګۍ د پاکستاني جنایت ملاتړ کوي او پر خپله خاوره یې ننګ او غیرت لیلام کړ. دا ډلې ټپلې چې کله ځانونه مقاومتیان، کله متحده جبهه، کله آزادۍ جبهه او کله څه او څه بولي، په ښکاره یې د غلامۍ تور ځنځیر په غاړه کې اچولی او پاکستاني یرغل او بې شرمه برید ته پلمې او توجیهات لټوي. دوی بیا په همدې کړنو استدلال کوي چې ګواکې افغانستان آزادوي او ډيموکراسي پکې پلې کوي.

    بل لور ته ټول افغان ولس، بوډاګانو، ماشومانو او ځوانانو د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستایله چې د پاکستاني یرغل په وړاندې یې کلک متقابل ځواب ووایه. دوی یې په غاړو کې ګلان ور واچول، د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ یې ورکړ او دا یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې نادره دفاع او غاښ ماتوونکی ځواب وباله. خو په بهر کې مېشتې دا ډلې ټپلې بیا پاکستاني یرغل ته توجیهات لټوي او د خپل ولس او وطن د خلکو پر مشروع دفاع نیوکې کوي او بېلابېل نومونه ورکوي.

    په ټوله کې ویلی شو، چې په بهر کې مېشت مقاومتیان او نورې ډلې ټپلې چې په کاذبو شعارونو او دروغجنو وعدو د ولس او خلکو د تېر ایستلو هڅه کوي، دوی د افغانستان اصلي دښمنان دي، د تېر په څېر هېواد لیلاموي، په ارزښتونو یې لوبې کوي، د خلکو په وینو سوداګري کوي او په بدل کې یې خپل نامشروع ګټې پالي او خوندي کوي. د دوی تېر نسل یو څه په مهارت دا کار کاوه، خو اوسني او دویم نسل یې په ښکاره دا غداري پیل کړې، خو دا غداري له یوې خوا خریدار نه لري او له بلې خوا ورته افغان ولس داسې متوجه دی چې یوه ورځ به ورسره د وېښته، وېښته حساب کوي.

    دوی په دې هڅو له یوې خوا وطن ته خپله غداري او خیانت ثابتوي، له بلې خوا ترې ولس نور هم بېزاره کېږي او له دوی سره د کرکې او دښمنۍ زړي یې په زړونو کې وده کوي او ترڅنګ یې په هېواد کې د هېواد‌پالنې، ابادۍ، آزادۍ، یووالي او ورورولۍ روحیه لا پسې پیاوړې او دوامداره کوي. د دوی دا غداري او خیانت نه تاریخ هېروي او نه ملت او نه به هم دوی د غدر او خیانت دې سودا ته خریدار پیدا کړي، دوی له لا ذلیله کېږي او د تاریخ ګودال ته به لوېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین: د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غچ له عوامو اخیستی
    راتلونکي مقاله ملا عبداللطيف منصور د روسیې د انرژۍ په نړيوال فورم کې ګډون کړی

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان ولس بايد خپل سرنوشت په خپله وټاکي!

    22 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    21 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 اکتوبر 2025

    پاکستاني پوځي رژيم سره د اوربند هوکړه کې هېڅ پټ ضمايم نشته

    ملي دفاع وزارت د يوه وضاحت په خپرولو سره ويلي، چې پاکستاني پوځي رژيم سره…

    پاکستانی ليکوال محمد تقي: دا باید ومنو، چې د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان د دفاع وزیر په پرتله ډېر با اختیاره او سنجیده شخصیت دی

    22 اکتوبر 2025

    بريټانيا د تحرير الشام غورځنګ نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی

    22 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني پوځي رژيم سره د اوربند هوکړه کې هېڅ پټ ضمايم نشته

    22 اکتوبر 2025

    پاکستانی ليکوال محمد تقي: دا باید ومنو، چې د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان د دفاع وزیر په پرتله ډېر با اختیاره او سنجیده شخصیت دی

    22 اکتوبر 2025

    بريټانيا د تحرير الشام غورځنګ نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی

    22 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.