
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر ټاپي د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي، چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.
ښاغلي برادر زیاته زیاته کړې، چې د ا.ا لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوي.
د خبر پاڼې لهمخې، په دغه دهلېز کې د ټاپ – ۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.
له بل لوري، د ترکمنستان ولسمشر د کابل او عشق اباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې بللي او له افغان حکومت يې مننه کړې، چې د دغې مهمې سيمه ييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري کړې ده.
نوموړي وړاندې ټاپي پروژه خپل لومړیتوب بللی او زیاته کړې یې ده، چې د تطبيق لپاره یې اوسمهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.