شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین، ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په ملتیا د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) په څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ. د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې په دې سفر کې پاسوال احسانالله سهیل، انجنیر محمود، او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رئیس مولوي عمار مهاجر د ښاغلي صدر ملتیا کوي.د ښاغلي قانع په وینا، د دې سفر موخه په یاده ناسته کې ګډون، د سیمهییزو همکاریو پراختیا او د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده3 فبروري 2026