
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، افغان لوړ پوړي پلاوي د رهبرۍ د ځانګړې لارښوونې، نېک نيت او صلاحيت سره سم د نومبر په ۶ او ۷ مه د استانبول په مذاکراتو کې ګډون وکړ او هیله وه چې پاکستانی لوری به خپلو مشرانو سره د مشورې وروسته د مسئلې د حل لپاره په مسؤلانه ډول حاضر شي او د عملي او واقعبینانه غوښتنو سره به خبرې پرمخ یوسي.
د ښاغلي مجاهد په خبره؛ خو له بده مرغه، د پاکستان استازو هڅه وکړه، چې د پاکستان د امنیت ټول مسؤلیتونه پر افغانستان واچوي، په داسې حال کې چې دوی خپله هېڅ تیاری نه وښود چې د افغانستان امنیت او حتی د خپل امنیت مسؤلیت ومني.
د نوموړي په خبره د پاکستاني لوري دا غیرمسؤلانه چلند او د همکارۍ نشتوالی د دې سبب شو، چې د افغان حکومت د نیک نیت او د منځګړیو د هڅو سره سره کومه پايله ترلاسه نه شي.
مجاهد ويلي، افغان حکومت بیا هم په خپل اصولي موقف ټینګار کوي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي، او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او امنیت ته زیان ورسوي.
هغه ويلي، افغانستان د پاکستان مسلمان ملت ته د خیر نیت لري او د سولې په برخه کې له دوی سره د خپلو مسؤلیتونو او توان په اندازه همکاري کوي.
مجاهد په پای کې ويلي، چې د خلکو او د افغانستان د خاورې دفاع د افغان حکومت د شرعي او ملي وجیبو څخه ده او د هر ډول تېري په وړاندې به په کلکه دفاع وکړي.

