
کورنیو چارو وزارت وایي، د خوست په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د دوه قومونو ترمنځ ۴۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستیال والي، علماوو، قومي مشرانو او ځایي خلکو ګډون کړی و.
د خوست مرستیال والي مراسمو ته د وینا پر مهال ناسم دودونه د دښمنیو لامل یاد کړي او د حل په برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلي دي.
ورته مهال دواړو کورنیو د ا.ا له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې تر دې وروسته به د ورورولۍ په فضاء کې ژوند کوي.

