Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين: د تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري؛ خو انجام به یې بیا نړۍ په یاد ولري
    افغانستان

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين: د تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري؛ خو انجام به یې بیا نړۍ په یاد ولري

    صابر افغانصابر افغان25 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو کې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د بې‌ګناه ماشومانو او ښځو شهيدانول یو غیر انساني، غیر اسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

    هغه ويلي، ماشومان او ښځې وژل، بېګناه میشت کډوال وهل او ژړول د ترهګرۍ ضد کړنې نه دي؛ بلکې په خپله ترهګري ده.

    پښتين ويلي، پاکستان په افغانانو ظلم کوي، او بیا هیله لري چې په بدل کې دې افغانان د دوی سره مینه وکړي، چې په انساني فطرت کې داسې څه ممکن نه دي.

    د نوموړي په خبره پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بې‌ګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژنو تر څنګ، په بر وطن کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده.

    ښاغلي پښتين همدا راز ويلي، چې پاکستان پوځي رژيم دا هر څه د غربي پروژو په مټ ترسره کوي او په وينا یې د خپلو ګټو لپاره له هر څه تېرېدونکی دی.

    هغه ويلي، چې د پښتنو د وېشلو او خپل ظلم د روان ساتلو لپاره پاکستان پوځي رژيم یو شمېر پښتانه سیاستمداران، سیمه‌یز مشران او خبريالان په بیه اخیستي دي، څو د پښتنو ترمنځ دښمنۍ ته کار وکړي.

    د منظور پښتين په خبره پنجابي جنرالان فکر کوي، چې د لوبې په پای کې به دوی د ډالرو او نړیوالو تجارتونو څښتنان‌ شي، لاهور، اسلام اباد او فیصل‌اباد به د مستیو، رڼاګانو او خندا مرکزونه وي، او پښتون ته به اوښکې، وینې، د ښځو او ماشومانو لویې لویې هدیرې، لادرکه ځوانان، سپین‌ږیري، او له کوېټه تر پېښوره او له وزیرستانه تر سوات پورې ویجاړ بازارونه پاتې شي. کابل، کندهار، خوست او ننګرهار به د جنګونو خاشاک جوړ شي.

    خو پښتون خبرداری ورکړی، چې پاکستان پوځي رژيم دې په ياد ولري، چې دا ځل به لوبه داسې پای و نه مومي لکه څنګه چې دوی فکر کړی دی.

    پښتين زياتوي، چې دا د لوبې پیل دی او د تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا نړۍ په یاد ولري.

    مخکینۍ مقالهپاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې
    راتلونکي مقاله پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير عاطف مشعل: د پاکستان له لوري د افغانستان د حريم نقض او د استخباراتي کړیو ملاتړ به وضعیت نور هم ترینګلی کړي

    مربوطه لیکنې

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026

    افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې کړي

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 14 اگست 2026

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه…

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.