
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) څنډه کې د ترکیې سوداګرۍ وزیر عمر پولات سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم په زیاتېدو خبرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو سوداګریزو ظرفیتونو ته په کتو د سوداګرۍ اوسنی حجم کفایت نه کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډې کاري ډلې هوکړه کړې، چې ټاکل شوې لومړۍ ناسته به یې نږدې ورځو کې وشي.
ښاغلي عزیزي د ترکیې سوداګرۍ وزیر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې، تر څو له نږدې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه وګوري.

