
د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب کمېټې سیمهییزې مسؤلې جوهانا د افغاني سري میاشتې ټولنې له عمومي رئیس شیخ شهابالدین دلاور سره کتلي.
د افغاني سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې نوموړې ویلي، دغه بنسټ د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې به افغانانو سره لازیاتې مرستې وکړي.
ورته مهال، شیخ شهابالدین دلاور ویلي، چې افغاني سره میاشت د هر هغه ګډ پروګرام ملاتړ کوي چې د خلکو د ژوند په ښهوالي کې مرسته وکړي.

