شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د لغمان علیشنګ ولسوالۍ په میل دره کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي.وزارت زیاتوي، چې په نیول شویو مهماتو کې ۲۲۶ بکسې د دهشکې، زکویک، M240 او M16 مرمۍ او نور پوځي وسایل شامل دي.د ملي دفاع وزارت له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې دې عملیاتو کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم د پوځي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.یاد وزارت د دغو وسلو د ساتنې په تړاو د کوم کس د نیول کېدو خبر نهدی ورکړی؛ خو وړاندې په ورته قضیو کې د پرځول شوي جمهوریت چارواکي او عسکر نیول شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي26 جنوري 2026