شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پکتیا امنیه قومندانۍ وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ چاڼېزو عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ میله بېلا بېلې وسلې، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، کشف او ضبط کړې دي.سرچینه زیاتوي، چې دغه وسلې د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته د بیتالمال د ثبت او تثبیت کمېټې ته سپارل شوې دي.پکتیا امنیه قومندانۍ ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به هیڅ چا ته ته اجازه ورنهکړي، څو د جنايي او مشکوکو کړنو له لارې عامه امنیت اخلال کړي.
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي26 جنوري 2026