
په قرغیزستان کې د افغان سفارت سرپرست، مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني د هند سفیر بیرېندر سِنګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو له پیاوړتیا خوښي ښودلې او د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.
د یادې نمانځغونډې په ترڅ کې مولوي عبدالشکور حقاني له یوشمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

