
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت وایي، د امارتي او شخصي استوګنیزو اپارتمانونو لپاره د فاضلابو د تصفیهخونو د سروې، ډیزاین او د تطبیق له نظارت څخه په اخیستل کېدونکې تعرفه کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی.
د یاد شرکت د رهبرۍ پلاوي د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د فاضلابو د تصفیهخونو د سروې او ډیزاین په بدل کې له امارتي ادارو څخه د ټولیز لګښت ۱۰ سلنه او له شخصي استوګنیزو کورونو څخه یوازې ۷ سلنه تعرفه اخیستل کېږي.
د اماراتي شرکتونو لوی ریاست زیاته کړې، چې د دغه شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه کې د ۱۴۰۴ کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعې د عوایدو او لګښتونو راپورونه او د ۱۴۰۵ کال لپاره د شرکت مالي او سوداګریز پلانونه هم تائید شوي دي.

