د هر هېواد په تاريخ کې داسې حساس پړاوونه راځي چې د دوست او دښمن ترمنځ کرښې روښانه کوي. کله چې يو بهرنی قدرت د افغانستان پر سپېڅلې خاوره هوايي بریدونه کوي او د بې ګناه وګړو وينه تویوي، د نړۍ د هر قانون له مخې یې دفاع یو مشروع حق ګرځي. په داسې حال کې چې د هېواد مېړنیو دفاعي ځواکونو د دښمن د تېري ځواب په تندریزو بریدونو ورکړ، خو له بده مرغه ځینو هغو کسانو چې کلونه یې د افغانستان په برکت نوم او نښان درلود، د خپل هېواد د دفاع پر ځای یې د متجاوز لوري په پلوي غږ پورته کړ.
دا ډول دریځونه چې تېری کوونکی هېواد د «تروریزم قرباني» بولي او د افغانستان دفاعي غبرګون «نامسؤلانه» ګڼي، نه یوازې له تاریخي حقیقتونو سره په ټکر کې دي، بلکې د یو داسې غلام ذهنیت ښکارندویي کوي چې لا هم د پردیو له استخباراتي کړیو څخه الهام اخلي. هغه څېرې چې د پرځېدلي جمهوریت پر لوړو څوکیو مقرر وو او نن د پرديو په غېږ کې د خپل هېواد د دفاع غندنه کوي، په حقیقت کې ثابته کړه چې دوی کله هم د افغان ولس د ملي ارادې استازي نه وو، بلکې د پردیو پروژو اجیران وو.
پاکستان په تېرو څو لسیزو کې تل په افغانستان کې د بې ثباتۍ هڅه کړې او دغه هېواد هېڅکله د تروریزم قرباني نه دی، بلکې هغه څه چې د تروریزم نوم ورکول کېږي، د پاکستاني پوځي رژیم د ناسمو محاسبو او مظالمو زېږنده دی. کله چې پخواني چارواکي د حقایقو د مسخه کولو هڅه کوي او پر خپل هېواد د پردیو بریدونو ننګه کوي، په شعوري ډول غواړي د خپلو بادارانو د ستراتيژیکو ګټو لپاره لاره هواره کړي. دا منطق چې افغانستان د نا مسؤله وسلوالو ډلو مرکز دی، په اصل کې هغه زړه تبلیغاتي ډرامه ده چې پاکستان یې د خپلو مستقیمو مداخلو د توجیه لپاره کاروي.
د یو هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هر حاکم نظام لومړنۍ دنده ده. د افغانستان انتقامي بریدونه یوازې یو نظامي اقدام نه و، بلکې د یو ملت د غرور او وقار دفاع وه. د افغان ملت د مخالفینو له خوا د پاکستان په ګټه غبرګونونه او د افغانستان د انتقام غندنه په دې معنی ده چې خپل کور د دښمن لپاره بې دروازې غواړي. هغه کسان چې نن د بهرنیو هېوادونو له پلازمېنو څخه د خپل ولس د دفاعي ځواکونو پر ضد غږ پورته کوي، په حقیقت کې له ولس سره خپله دښمني او د پردیو پر وړاندې خپله بې ننګي ثابتوي.
سیاسي اخلاق دا دي چې په ملي مسایلو کې باید د شخصي او ډله ییزو اختلافاتو پر ځای، ملي حاکمیت ته لومړیتوب ورکړل شي. د دغو بدنامو څېرو له خوا د پاکستان غیر مستقیم ملاتړ دا ښيي چې دوی د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره تر دې حده لوېدلي چې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا معامله کولو ته هم چمتو دي. دا هغه شرم دی چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نه کړي او د ولس په حافظه کې به د ارزښتونو د پلورونکو په توګه پاتې شي.
افغان ولس باید پوه شي چې د دغو اجیرو څېرو غندنه د هغوی د کمزورۍ او انزوا نښه ده. د افغانستان د بقا او استقلال راز د ولس په یووالي او پر خاوره په ننګ کې دی. هر هغه غږ چې د پردي تېري د توجیه لپاره پورته کېږي، باید د ملت له خوا رد شي. د پرځېدلي جمهوریت دغه سیاسي پاتې شوني که څه هم په خپل قاموس کې د وجدان او ملي ننګ په نوم څه نه لري، خو ورته په کار ده چې د پرديو د دفاع پر ځای، یو ځل خپل وجدان ته رجوع وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


