
حماس اسلامي غورځنګ د سیمې پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې پر ایران د روان تېري مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.
یاد غورځنګ ویلي، پر ایران د بریدونو بندېدل د سیمې او اسلامي امت په ګټه ده.
حماس دغه راز پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او هم مهاله یې له ایران غوښتي چې د خلیجي هېوادونو په نښه کولو څخه ډډه وکړي.

