Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله
    افغانستان

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    عمران آغاعمران آغا17 مارچ 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هند د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم له لوري ترسره شوی هوايي برید په کلکه غندلی او هغه یې بزدلانه او غیر انساني عمل بللی دی.

    په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا برید چې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب شوی، پر داسې یو مرکز ترسره شوی چې هېڅ ډول نظامي هدف نه شي کېدای.

    هند زیاته کړې، چې پاکستان هڅه کوي دا پېښه د پوځي عملیاتو په نوم توجیه کړي، خو دا په اصل کې د ملکي خلکو ټول وژنه ده.

    د اعلامیې له مخې، دا برید د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ بلل شوی او ټينګار شوی، چې د پاکستان دا ډول کړنې د بې پروا سیاستونو دوام او د کورنیو ستونزو د پټولو لپاره له پولو بهر د تاوتریخوالي هڅه ده.

    هند ټینګار کړی چې دا برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی، چې د مسلمانانو لپاره د سولې او رحمت میاشت ده، او له همدې امله دا عمل لا زیات د غندنې وړ دی.

    د اعلامیې پر بنسټ، هېڅ مذهب، قانون او اخلاقي اصول د روغتونونو او ناروغانو په نښه کول نه شي توجیه کولی.

    هند همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې پېښې له عاملینو سره حساب وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې دا ډول بریدونه سمدستي ودرول شي.

    په پای کې، هند د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

    مخکینۍ مقالهد ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي
    راتلونکي مقاله ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    مربوطه لیکنې

    په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند شاخوا ۱۵۰ زره قضیې حل شوې

    12 اگست 2026

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال په اسلام‌کلا کې د راستنېدونکو کډوالو د خدماتو بهیر له نږدې کتلی

    12 اگست 2026

    د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د پانګوونې د دوو پروژو طرحې څېړل شوي

    12 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 12 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    په تېرو څو کلونو کې د افغانستان سیاسي تحولاتو ښودلې ده، چې د هېواد د…

    په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند شاخوا ۱۵۰ زره قضیې حل شوې

    12 اگست 2026

    د پوتین خبرداری؛ لوېدیځ دې د روسي کښتیو له نیولو مخکې د پایلو حساب وکړي

    12 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026

    په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند شاخوا ۱۵۰ زره قضیې حل شوې

    12 اگست 2026

    د پوتین خبرداری؛ لوېدیځ دې د روسي کښتیو له نیولو مخکې د پایلو حساب وکړي

    12 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.