Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟
    سیاسي لیکني

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    عمران آغاعمران آغا20 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سیمه کې وروستیو تحولاتو او پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ بریدونو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې آیا پاکستان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دی او که د نړیوالو قدرتونو د یوې لویې لوبې د پیاده کوونکي رول لوبوي؟ پاکستاني پوځي رژیم په کابل کې د امید په نوم د معتادینو د تداوۍ دوه زره بستريز روغتون بمبارد کړ، چې تر ۴۰۰ تنه زیات شهيدان او تر ۲۵۰ تنه زیات معتادین پکې ټپيان شوي دي. د تعجب ځای دا دی چې له ټولې نړۍ برعکس، یوازې اسرائیلو د پاکستان دا برید توجیه کړ. دا همغږي په داسې حال کې را څرګندېږي چې د ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي کمپاینونو او کنفرانسونو کې عاصم منیر د یوه «غوره جنګیالي او نږدې ملګري» په توګه، په مکرر ډول یادونه کېږي. دا نږدېوالی ښيي چې د پاکستان، اسرائیلو او امریکا د استخباراتي بنسټونو ترمنځ داسې مثلثي فوق العاده اړیکې رامنځته شوي چې هدف یې په سیمه کې د نویو ستراتیژیکو لوبو پر مخ وړل دي.

    د پاکستان او امریکا ترمنځ د دغو پټو معاملو لومړنۍ نښې د افغانستان پر ملکي او صحي بنسټونو د منظمو بریدونو له لارې ښکاره شوې. په دې وروستیو کې د تېر په خلاف، د پاکستان په سیاست کې یو ناڅاپي بدلون راغی او د افغانستان د کمزوري کولو لپاره یې ښکاره عملیاتي ګامونه پورته کړل. دا ګامونه د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د له منځه وړلو یوه منظمه هڅه ده. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغو بریدونو هدف دا دی چې افغانستان له هر پلوه داسې فلج کړي چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره د یوه فعال لوبغاړي په توګه پاتې نشي.

    د دې سناریو تر ټولو جنجالي او افشا کوونکې برخه تازه مخې ته راغلې ده؛ د اسرائیلو استخباراتي ادارې «موساد» په خارق العاده توګه د کابل د یوې شفاخانې پر موضوع په بحث کې مداخله کړې ده. په داسې حال کې چې اسرائیل دم ګړی له ایران سره په یوه پېچلې او درنه جګړه کې ښکېل دي، خو بیا هم د موساد له خوا د پاکستاني بریدونو ننګه او د په نښه شوي ځای د «شفاخانې» په ځای «د وسلو ډیپو» بلل ښيي چې دا یوه تصادفي پېښه نه ده. دا چې موساد د پاکستان د استخباراتي ادعاوو د تائید لپاره میدان ته را دانګي، دا ثابتوي چې د کابل په نښه کولو کې د واشنګټن، تل‌ابیب او اسلام‌ آباد ګټې په یوه ټکي کې سره نښلي.

    د پاکستاني چارواکو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو له خوا د وروستيو عملیاتو تبلیغاتي پوښښ، چې په کابل کې د ملکي اهدافو په نښه کول پکې شامل وو، د حقیقت پټولو یوه ناکامه هڅه ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې چې دوی د ترهګرو(!) مرکزونه ویشتي، خو د موساد له خوا په ورته وخت کې د دې بریدونو توجیه کول د دې شاهدي ورکوي چې د پردې تر شا د سي آی اې، موساد او پوځي رژیم یوه ګډه عملیاتي خونه شتون لري. دا هڅې چې غواړي صحي مرکزونه د وسلو د زېرمو په نوم معرفي کړي، دقیقاً هغه تاکتیک دی چې اسرائیل یې په غزه کې د شفاخانو د ویجاړولو لپاره کاروي او اوس دا تجربه د پاکستان په لاس په افغانستان کې تکرارېږي.

    د پاکستان اوسنۍ جګړه یوازې د ډيورنډ فرضي کرښې شخړه نه ده، بلکې د امریکا او اسرائیلو یوه ګډه پروژه ده چې غواړي د افغانستان صحي، اقتصادي او عموماً ملکي بنسټونه له دننه کمزوري کړي او د امريکا پاتې شوني غنايم له منځه يوسي. د پوځي رژیم، موساد او واشنګټن/ سي آی اې ترمنځ دا مثلثي پیوستون ښيي چې پاکستان یو ځل بیا د یوه اجیر هېواد په توګه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره ګمارل شوی دی. افغان ولس او نړیواله ټولنه باید درک کړي چې د دې بریدونو تر شا د یوه داسې پلان تطبیق دی چې غواړي د افغانستان استقلال او بنسټیزه وده له منځه یوسي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د نفاق نوی فصل پرانېزي.
    #هندوکش‌غږ

    مخکینۍ مقالهد ايران ګڼ شمېر توغندي د اشغال شوي فلسطین په حيفا ښار لګېدلي
    راتلونکي مقاله امریکا پر درېیو عربي هېوادونو د ۱۶ نیم ملیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 20 مارچ 2026

    امریکا پر درېیو عربي هېوادونو د ۱۶ نیم ملیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د تاوتریخوالي زیاتېدو په ترڅ کې پر…

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د ايران ګڼ شمېر توغندي د اشغال شوي فلسطین په حيفا ښار لګېدلي

    19 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا پر درېیو عربي هېوادونو د ۱۶ نیم ملیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

    20 مارچ 2026

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د ايران ګڼ شمېر توغندي د اشغال شوي فلسطین په حيفا ښار لګېدلي

    19 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.