
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د خلیج یو شمېر عربي هېوادونه د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د ایران پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان او امارات ټرمپ ته ویلي، چې ایران لا هم د هوايي بریدونو وړتیا لري او باید پرې لا نور فشار وارد شي.
سرچینه زیاتوي، چې د بحرین او کوېټ چارواکو هم ورته دریځ خپل کړی او ویلي یې دي، تر هغو چې د ایران په رهبرۍ او سیاستونو کې بنسټیز بدلون رانه شي، جګړه باید پای ته ونه رسېږي.
د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو تر ټولو سخت دریځ نیولی او حتی له ټرمپ یې پر ایران د ځمکني برید د پیل غوښتنه هم کړې ده.
عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، کوېټ او بحرین تر دې مهاله د اسوشیټېډ پرېس دې ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د سپېنې ماڼۍ ویاندې ویلي، ښایي ټرمپ له عربي هېوادونو د روانې جګړې مصارف واخلي.

