ار ټي عربي روسي رسنۍ راپور ورکړی، چې زرګونه اسرائیلیانو تل ابیب کې لاریون کړی او له حکومت یې غوښتي، چې د اسرائیل ابدي جګړې پای ته ورسوي.
لاریونوالو په داسې حال کې چې په غزه، لبنان او ایران کې یې د جګړې ختمولو شعارونه ورکول، ټینګار کړی، چې د لبنانیانو وژل اسرائیل ته امنیت نشي راوړی او باید د جګړې پر ځای د سولې لار خپله شي.
په ورته مهال د اسرائیل د اپوزیسیون مشر لاپيډ هم پر نتنیاهو توندې نيوکې کړي او په وينا یې هغه له پوځ څخه د خپل سیاسي قدرت د بقا لپاره ګټه اخلي.


