Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟
    سیاسي لیکني

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    عمران آغاعمران آغا14 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان نن د بې‌ ثباتۍ په ګرداب کې راګیر دی، خلک یې امنیت نه لري، اقتصاد یې بې ثباته او حکومت یې د خلکو په وړاندې ځواب‌ ویونکی نه دی. امنیتي بې‌ ثباتي، پراخ فساد او کمزورې حکومتولي، هېواد د سقوط تر څنډو رسولی دی. نښتې او جګړې، بې‌ ساری انفلاسیون، د بیو بې‌ کچې لوړوالی او آن د جېټ الوتکو د سون توکو د بیو سخت لوړوالی، د هغو ویجاړیو یوه کوچنۍ برخه ده چې بې‌ ګناه وګړي یې بیه پرې کوي.

    د نړیوال وجهي صندوق او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپورونو له مخې، د پاکستان اقتصاد هر کال د خپل ناخالص کورني تولید تر شپږ سلنې پورې د «نخبه ګانو د ځانګړو امتیازاتو او لګښتونو» له امله بایلي؛ یعنې دا هماغه اقلیت دی چې قوانین د خپلو ګټو لپاره بدلوي او خلک یې د خپلو شخصي ګټو قرباني کړي دي. له مالي امتیازاتو نیولې، تر ګټورو دولتي قراردادونو او مالیاتي معافیتونو پورې، دا ټول د هېواد پیسې او سرچینې زبېښي او د خصوصي سکټور رښتینې پانګونه له منځه وړي.

    پر اقتصادي ناورین او لوړ انفلاسیون سربېره ټولنیزې بې‌ ثباتۍ او سیاسي شخړې څرګندوي چې پاکستان ښايي د خپلو ډېرو سیمو کنټرول له لاسه ورکړي او یا هم په چټکۍ سره د پاشلتیا پر لور ولاړ شي. هغه پوځي رژیم چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک په ولکه کې دی، نه یوازې د خلکو لپاره یې هېڅ اغېزناک کار نه دی کړی، بلکې خلک یې د کورنیو جګړو، ناکامو سیاستونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د ترینګلتیاوو قرباني کړي دي.

    په پایله کې د دې ټولو ګډوډیو او فساد دروند بار هماغه خلک پر اوږو وړي چې په پرېکړو کې هېڅ ونډه نه لري. پاکستان نن د فاسدې او بې‌ ثباتې حکومتولۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده؛ یو داسې ځای چې نخبګان، دولتي مسؤلین او پوځیان یې خپلو ګټو ته د خلکو پر برخلیک لومړیتوب ورکوي او هېواد یې د یوې لویې کندې تر غاړې رسولی دی.

    هغه ټولې ستونزې چې د پاکستان د واکمنانو د ناسمو سیاستونو له امله د دغه هېواد ولس ورسره مخ شوی، یوازینۍ د حل لاره یې دا ده چې یا دې د پاکستان خلک خپل برخلیک پخپله په لاس کې واخلي او نور دې اجازه نه ورکوي چې دا ناکاره کسان یې ګټې د پردیو د ګټو لپاره له منځه یوسي، یا دې د پاکستان دیکتاتور حکومت اړ کړي چې خپل ناسم سیاستونه بدل او سمه لاره خپله کړي. کنه تر هغې چې اوسني واکمن او د هغوی خام سیاستونه پر ځای پاتې وي، د پاکستان د مسلمان ولس ستونزې او ننګونې به هره ورځ لا زیاتې او لا ډیرې پېچلې کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې بهرنيو چارو وزير په دوه ورځني رسمي سفر چين ته ولاړ
    راتلونکي مقاله امريکا کې د لبنان او اسرائیل سفيران مخامخ لیدنه ترسره کوي

    مربوطه لیکنې

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026

    د ولس غوښتنې او په وړاندې یې د مخالفو ډلو سیاستونه

    7 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 14 اپریل 2026

    د چين ولسمشر د متحده عربي امارتو له وليعهد سره کتلي

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نينګ ويلي، ولسمشر شي جین‌ پینګ د…

    د لبنان حزب الله ډله: له صهیونیستي رژیم سره مذاکرات بې‌ګټې دي

    14 اپریل 2026

    ايران عرب هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد بريدونو کې د خپلو خاورو د کارول کېدو مخنيوی وکړي

    14 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د چين ولسمشر د متحده عربي امارتو له وليعهد سره کتلي

    14 اپریل 2026

    د لبنان حزب الله ډله: له صهیونیستي رژیم سره مذاکرات بې‌ګټې دي

    14 اپریل 2026

    ايران عرب هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد بريدونو کې د خپلو خاورو د کارول کېدو مخنيوی وکړي

    14 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،090 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.