پاکستان په سیمه کې د وسلو د تولید، پېر او پلور په برخه کې یو داسې جوړښت رامنځته کړی دی چې یوازې د یوه عادي بازار په توګه نه ورته کتل کېږي، بلکې د پوځي رژیم تر څار لاندې د سیمې د ناامنۍ او نیابتي ډلو د اکمال لپاره یو منظم، دوامداره او اغېزناک سیستم دی. د خیبر پښتونخوا د دره ادم خېل سیمه د دې سیستم اصلي محور ګڼل کېږي، چېرې چې وسلې نه یوازې تولیدېږي بلکې په آزاده توګه تبادله کېږي او له همدې ځایه د سیمې بېلابېلو لوریو ته لېږدول کېږي.
کله چې په یوه جغرافیه کې د وسلو د تولید خام مواد، ترمیم، تخنیکي مهارت او پلور موجود وي، نو دا سیمه د وسلو اکمالاتي مرکز ګڼل کېږي. په دره ادم خېل کې عملاً ذکر شوې چارې ترسره کېږي؛ په همدې اساس ټولې هغه نیابتي ډلې چې د سیمې د هېوادونو د ناامنۍ په برخه کې په فعالیت بوختې دي، له همدې سیمې څخه په آزاده توګه اکمالېږي او خپلې اړتیاوې پوره کوي، پرته له دې چې پر اوږدو او خطرناکو قاچاقي لارو تکیه وکړي.
د عرضې او تقاضا اصل ته په کتلو سره؛ عرضه هغه وخت پیدا کېږي چې تقاضا موجوده وي. په سیمه کې د دوامداره ناامنۍ، جګړو، او نیابتي ډلو د روزلو او ساتلو پر اساس د وسلو تقاضا زیاته ده او دره ادم خېل په مستقیمه توګه دا تقاضا پوره کوي. دا یوازې یوه اقتصادي محاسبه نه ده، بلکې د سیمې د ناامنه کولو او نیابتي ډلو د اکمال او فعال ساتلو یوه دوامداره او خطرناکه لوبه ده.
که فرض کړو چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د سیمې لپاره ګواښ دی، نو آیا په پاکستان کې د وسلو د تولید موجوده غیرقانوني فعال بازارونه د سیمې لپاره ګواښ نه دي؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د یوه مسؤل نظام له لوري د افغانستان د امنیت د ساتنې په موخه کارول کېږي او نور تولید هم نه لري، خو په پاکستان کې تولیدېدونکې وسلې نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره ګواښ دی، بلکې د سیمې امنیت یې له جدي خطر سره مخ کړی دی او تولید یې لا هم په منظم ډول جریان لري.
د وسلو د لاسرسي اسانتیا تر ټولو مهم بحث دی؛ هر کله چې وسلې د دولت تر سترګو لاندې په آزاد بازار کې په ښکاره ډول او په کم لګښت ترلاسه کېدای شي، نو دا بازار او سیمه د هر ډول وسلوالو ډلو لپاره تر ټولو اسانه انتخاب دی. دا حالت د دې سبب کېږي چې حتی کوچنۍ او غیر منظمې ډلې هم په اسانۍ سره خپل ځانونه مجهز کړای شي.
که چېرته د داعش ډلې اقتصادي حالت وارزول شي، په دې وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اقتصادي منابع یې کمې شوې دي، خو له دې سره سره په پاکستان کې، بیا په ځانګړې توګه د مستونګ په سیمه کې خپل فعال حضور لري. تر ټولو لوی دلیل یې دا دی چې که څه هم اقتصادي ستونزې لري، خو په پاکستان کې په ارزانه بیه خپل تجهیزات اخلي یا ورته په وړیا ډول ورکول کېږي او د همدې تجهیزاتو په توسط د افغانستان او سیمې د هېوادونو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
پاکستان د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره د نیابتي ډلو لکه داعش په روزنه او اکمال له پخوا بوخت دی. د نیابتي ډلو د فعالیت منطق دا ایجابوي چې هغوی باید چټکې، دوامداره او بې خطره اکمالاتي سرچینې ولري؛ دره ادم خېل دا درې واړه شرایط پوره کړي دي چې چټک لاسرسی، دوامداره عرضه او ټیټ خطر یې یادولی شو. نو طبیعي خبره ده چې داعش او نورې نیابتي ډلې له همدې ځایه وسلې ترلاسه کوي.
که چېرته یو حکومت په رښتیا وغواړي چې د وسلو د تولید غیر قانوني بازارونه بند کړي، نو په ډېره اسانۍ سره یې بندولی شي. د دره ادم خېل دوامداره فعالیت په دې دلالت کوي چې یاد بازار د پاکستان پوځي رژیم د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کاروي او د سیمې هېوادونه پرې په دوامداره توګه ګواښي.
د امنیتي اغېزو له نظره، د آزادو وسلو د تولید بازار د ناامنۍ د صادرولو ظرفیت لري. د دره ادم خېل د بازار وسلې یوازې په پاکستان کې نه پاتې کېږي، بلکې هر لور ته قاچاق کېږي؛ له همدې امله د یاد بازار د فعالیت موضوع یوازې محلي موضوع نه ده چې خطر یې تر یوې سیمې محدود وي، بلکې د سیمه ییز خطر اصلي سرچینه بلل کېږي.
د شواهدو له مخې، په یاد بازار کې د پاکستان پوځي رژیم تر سترګو لاندې یوازې محلي او کمزورې وسلې نه تولیدېږي، بلکې د پرمختللو وسلو نمونې هم موندل کېږي. دا په دې معنی ده چې دا بازار د نړیوالو خطرناکو وسلو له نمونو سره اشنا دی او کولی شي ورته وسلې تولید کړي، چې دا پخپله په سیمه کې د غیرقانوني وسلو د تولید کچه لوړوي او د افغانستان په شمول د منځنۍ آسیا لپاره هم ستر ګواښ ګڼل کېږي.
په پایله کې ویلی شو چې دره ادم خېل د وسلو د تولید یو داسې مرکز دی چې سیمې ته دوامداره ناامني راوړي. تر څو چې دا ډول بازارونه موجود وي، د نیابتي ډلو د اکمال په برخه کې به هېڅکله کمی محسوس نه شي، بلکې ټوله سیمه به په دوامداره توګه له ګواښ سره مخ وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


